سوداګري

ایرانی چارواکی: افغانستان د ایران د صادراتو پنځم ستر بازار دی

د ایران د ګمرکونو رٸیس فرود عسګري وايي، افغانستان د ایران د نفتو د صادراتو پنځم ستر هېواد دی. د هغه په ​​وينا، د روان لمريز کال په لومړيو اتو مياشتو کې دغه ختيځ ګاونډي ته د ايران صادرات ١،٦ ميليارده ډالرو ته رسېدلي دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ایران افغانستان ته د ۷۲۴ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۸ سلنه زیاتوالی ښيي. رسمي احصایې ښیي چې ایران د افغانستان د وارداتي مارکېټ شاوخوا ۲۵ سلنه برابروي او عمده صادرات یې خواړه، لبنیات او سون توکي دي.

د ایران د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولینو د هېواد په بازارونو کې د ایران د دریځ د پیاوړتیا لپاره له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د عصري کولو پر اړتیا ټینګار کړی دی. تر دې مخکې په افغانستان کې د ایران سوداګریز شریک د اقتصادي اړیکو د پراخولو لپاره د همکاریو د نویو موډلونو پر جوړولو ټینګار کړی و.

د ایران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې د خونې یو مسوول حسین روستايي د افغانستان پر وارداتو تکیه ته په اشارې وویل، د افغانستان د بازار له اتیا سلنه زیاتې اړتیاوې د بهرنیو توکو له لارې پوره کېږي.

ښاغلي روستايي زیاته کړه: « د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې (د مارچ له ۲۱ څخه د جولای تر ۲۲) ایران افغانستان ته د ۷۲۴ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۸ سلنه زیاتوالى ښيي.»

نوموړي دغه راز افغانستان ته د ايران عمده صادرات اوړه، غوړي، هګۍ، درمل، طبي وسايل او ساختماني توکي ياد کړل.

ښاغلي روستايي وویل، په تېرو دوو کالونو کې د طالبانو تر واک لاندې د امنیت په ښه کېدو او د حکومت مرکزي کېدو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

دغو چارواکو ویلي دي چې ایران هڅه کوي چې له افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې له دودیزو توکو هاخوا پراخې کړي. ښاغلي روستايي د افغانستان د کانونو په سکټور کې د پانګونې پر ظرفیت، د تجدید وړ انرژی او د رېل پټلۍ په زېربنا ټینګار وکړ او له دودیزو سوداګریزو کړنلارو څخه یې د همکارۍ نوښتونو ته د بدلون غوښتنه وکړه.

هغه د تخنیکي او انجینري خدمتونو، د کرنې د میکانیزم، عصري کرنې او د زیربناوو پراختیا د دوه اړخېزو همکاریو د لومړیتوبونو په توګه معرفي کړل.