د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې پخوانۍ ځانګړې استازې او د اروپايي اتحادیې مشهوره دیپلوماته رافايلا ایوډیس ساه ورکړه. په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پلاوي د هغې مړينه نن یکشنبه اعلان کړه.
آغلې ایوډیس چې د ۲۰۲۲ کال له جون راهیسې په کابل کې د اروپايي ټولنې د پلاوي د مرستیالې په توګه دنده ترسره کوله او د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې د اروپايي ټولنې د بحرانونو د غبرګون مرکز د مشرې په توګه وټاکل شوه. هغه د افغان ښځو او نجونو، زیان منونکو خلکو مدافع، ملاتړې او یو محبوبې همکارې په توګه پېژندل کېده.
د اروپايي اتحادیې پلاوي په یوه خبرپاڼه کې ويلي: «په ډېرې خواشینۍ سره موږ د خپل پلاوي پخوانۍ شارژدافېرې رافایلا آیوډیس مړینه اعلانوو. هغه د افغانستان رښتینی همکاره، د ښځو او نجونو ملاتړې او زموږ د ډېرو محبوبه همکاره وه. مونږ ډېر ژور خفه او خواشيني يو. د هغې یاد دې تلپاتې وي.»
آغلې آیوډیس ځایي دودونو ته درناوي لپلره اکثرا دودیزې افغاني جامې او څادر پرسر کاوه؛ د هغې هڅې یوازې سمبولیکې نه وې؛ هغې د عمل په ډګر کې هم سخت کار وکړ. په هرات کې له سېلاب ځپلو کورنیو سره په کابل کې د ښځینه خبریالانو تر ملاتړ پورې، د افغانستان تر ټولو زیان منونکو ټولنو ته د هغې ژمنتیا بې ځنډه وه، آن په داسې حال کې هم چې ډېر نړیوال استازي له افغانستان څخه ووتل.
په اروپایی اتحادیه کې د آغلې آیوډیس دنده په لسیزو او بیلابیلو براعظمونو کې وه. په افغانستان کې له کار کولو وړاندې، هغې د نړیوالو همکاریو لپاره د اروپا د کمېسیون د عمومي ریاست د کلیدي واحدونو مسووله وه او د اسیا، لاتینې امریکا او منځني ختیځ د سیمو څارنه یې کوله.