د جمعې په ورځ (مرغومي ۷) د غزې پر ځینو برخو د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل شول، چې ۱۵ یې د استوګنې په یوه کور کې وژل شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې د غزې د روغتیا وزارت په عین حال کې اعلان وکړ چې په بیت لاهیه کې د کمال عدوان روغتون له روغتيايي کارکونکو سره اړيکې چې له څو اونیو راهسې د اسرائیلی ځواکونو تر سخت فشار لاندې دى له دغو بريدونو وروسته د جمعې په ورځ پرې شوې دي.
تر دې وړاندې اسرائیلي ځواکونو د دغه روغتون ډاکټرانو او نورو کارکوونکو ته د تخليې امر کړی و.
کمال عدوان روغتون د غزې په شمالي څنډه کې یو له هغو درېیو وروستيو روغتيايي مرکزونو څخه دی چې اسراٸیلي ځواکونو لخوا پرې برید شوی او د تخليې امر ورته شوی دى.
پرون ماښام د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې اسرائیلي ځواکونو د دغه روغتون مشر ابو صفیه او د هغه لسګونه کارکوونکي نیولي دي.
د فلسطین د روغتیا وزیر منیر البرش په یوه خبرپاڼه کې ويلي: «اشغالګر ځواکونه اوس په روغتون کې دننه دي او اور ورته کوي.»
د اسراٸيلو پوځ ويلي چې دوی هڅه کوي د ملکي تلفاتو کچه محدوده کړي او «د عملیاتو دمخه د ملکي وګړو، ناروغانو او روغتيايي پرسونل خوندي وتلو ته لاره هواره کړي؛ خو نور جزئیات يې ورنه کړل.»
د اسرائیلو د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د حماس جنګیالیو پخوا د غزې تړانګه کنټرولوله او د جګړې پر مهال یې له دغه روغتون څخه فعاليت کاوه، چې د جګړې پر اصلي مرکز یې بدل کړى و.
خو حماس په يوه خبرپاڼه کې دا ادعا “دروغ” بللې او ویلي یې دي چې په دې روغتون کې هیڅ جنګیالي نشته.