د ارغواني شنبو غورځنګ چې مشري یې د ښځو د حقونو فعاله مریم معروف آروين کوي، په یوه خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو په چلند کې د بدلون او په افغانستان کې د دې سازمان د مرستندويه پلاوي (یوناما) د مشرې روزا اوتونبایوا د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه.
دغه غورځنګ وايي، چې د اتونبایوا په مشرۍ یوناما د طالبانو د سپینولو ته دوام ورکوي او دې پالیسۍ نه یوازې د طالبانو دریځ پیاوړی کړی؛ بلکې په مستقیم ډول يې د «ښځو په وړاندې ګډوډي او سیستماتیک ظلم» زيات کړى دى.
د دغه حرکت په اعلامیه کې راغلي، چې د یوناما مشرې د امنیت شورا په غونډه کې له طالبانو سره په داسې حال کې د خبرو غوښتنه کړې چې له درېیو کلونو څخه زیات وخت شوی، د دې پر ځای چې د سرغړونو پر وړاندې يې په کلکه ودرېږي. د طالبانو له خوا د بشری حقونو بنسټیزو اصولو ته په کتو، دوی له «دې ډلې» سره د زغم او جوړجاړي چلند کوي.
د یوناما مشرې روز اتونبایوا د تېرې پنجشنبې په ورځ (ليندۍ) په ناسته کې، د افغانستان د وضعیت په اړه د درې میاشتني راپور د وړاندې کولو ترڅنګ همداراز له طالبانو سره د تعامل خبره هم مطرح کړه.
د ارغواني شنبو غورځنګ وايي: «له طالبانو سره تعامل نه یوازې د دې لامل شوی چې د افغان ولس او نړیوالې ټولنې د هیلو پر وړاندې د دغې ډلې انعطاف رامنځته شي، بلکې برعکس د دې لامل شوی چې طالبان د حساب ورکولو او ریښتیني فشار څخه له ویرې پرته د بشري حقونو له معیارونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي. »
دغه غورځنګ د طالبانو سره د تعامل د غوښتنې د «غندنې» ترڅنګ د «یوناما د دفتر په مشرتابه د بیا کتنې، له طالبانو سره د تعامل د پالیسي د پای ته رسولو او د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو ساتنې لپاره د ملګرو ملتونو د جدي اقدام غوښتنه کړې ده.
په دغه حرکت کې اعتراض کوونکو ښځو خبرداری ورکړی چې که د ملګرو ملتونو له ادرسه دا ډول سیاستونه دوام وکړي، دوی به په کابل کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته د «یوناما د ماموریت د نه غځولو رسمي عریضه» وړاندې کړي او په افغانستان کې به د یوناما د دفترونو د تړلو غوښتنه وکړي.
دغو مېرمنو له چین او روسیې څخه هم وغوښتل چې د لنډ مهالو ستراتیژیکو تګلارو لپاره خپلې «ژمنې ګټې او ملي امنیت» قرباني نه کړي، په افغانستان کې دې «د ترهګرو ډلو ګواښونه او شتون» جدي ونیسي او پر طالبانو باور ونه کړي.
د ارغواني شنبو غورځنګ زیاتوي چې افغانستان تر بل هر وخت مثبت بدلون ته اړتیا لري.
دغه غورځنګ طالبان «د ټولو ګډ دښمن» بللي او خبرداری یې ورکړی، چې د دوی ملاتړ کولای شي افغانستان د سیمې او نړۍ د سولې او امنیت پر وړاندې په یوه «جدي او عملي ګواښ»بدل کړي.