سویلي آسیا

د پاکستان د ملي ګوند ځايي مشر په پنجګور کې ووژل شو

د پاکستان امنیتي ځواکونو انځور

د پاکستان د ملي ګوند ځايي مشر عبدالغفار بلوچ د نامعلومو وسله والو په ډزو کې ووژل شو.

پاکستاني رسنیو ویلي، پېښه د جمعې په ماښام د پنجګور په چاتکان سیمه کې رامنځته شوې ده.

د پاکستان پولیسو ويلي، چې دغه پخوانی مشر، چې اوس يې د ګوارګو تعلیمي ګوند د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله، د ماښام له لمانځه وروسته له جومات څخه د وتلو په وخت کې د وسله والو موټرسایکل سپرو لخوا برید وویشتل شو.

په پنجګور کې د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي پاکستاني رسنیو ته وویل، «عبدالغفار بلوچ د څو ډزو وروسته په ځای کې مړ شو او بریدګر له ډزو سمدستي وروسته له سیمې وتښتېدل.»

د پاکستان پولیسو همداراز ویلي چې د دغه هېواد د ملي ګوند د ځايي مشر جسد د عدلي طب د معاینې لپاره د ولسوالۍ روغتون ته وړل شوی او له معایناتو وروسته یې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

پاکستاني رسنۍ وايي، پولیسو د برید په اړه پلټنې پیل کړي او دا یې هدفي وژنه بللې ده.

تر اوسه کومې ډلې د نوموړي د وژنې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.