افغانستان

د امریکا کلنی راپور: طالبان لا هم د القاعدې غړو ته پناه ورکوي

انځور له آرشیف.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ترهګرۍ په اړه په خپل کلني راپور کې ويلي چې طالبان د القاعدې د غړو کوربه توب او پناه ورکولو ته دوام ورکوي، خو ادعا کوي چې دغه کسان په «ترهګرۍ» کې په فعاله توګه ښکېل نه دي.

امریکا وايي تر اوسه یې پرېکړه نه ده کړې چې طالبان یا کوم بل ارګان د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت وپېژني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د ليندۍ په ۲۳ مه) په افغانستان کې په ۲۰۲۳ کال د ترهګرۍ په اړه راپور خپور کړ.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې پر بنسټ دغه راپور وايي، چې طالبانو همداراز د تحریک طالبان پاکستان د هغو غړو ملاتړ کړی، چې په افغانستان کې فعال دي.

راپور وايي، «د طالبانو دننه، له دې ډلې سره د چلند د څرنګوالي په اړه داخلي اختلافات موجود دي.» د ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې طالبانو د داعش – خراسان پر ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکړ، چې دوی يې لا هم خپل ځانته اصلي ګواښ ګڼي.

د راپور له مخې، طالبانو له امریکا سره په ښکاره او شخصي خبرو کې د امریکا او طالبانو د ۲۰۲۰ کال د هوکړې له مخې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو ټینګار کړی، خو القاعده، داعش-خراسان، تحریک طالبان پاکستان او نورې ترهګرې ډلې لا هم په افغانستان کې حضور لري.

په راپور کې راغلي: «د اپرېل په میاشت کې د تاجکستان امنیتي ځواکونو په افغانستان کې د یوې ترهګرې ډلې د کشف او شنډولو په اړه راپور خپور کړ چې پلان یې درلود په تاجکستان برید وکړي.»

داعش-خراسان په افغانستان کې همداراز پر ملکي وګړو بریدونه کړي او په پرله پسې ډول یې قومي او مذهبي لږکۍ په نښه کړي دي.

په ٢٠٢٣ کې ترهګریزې پېښې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې په جوماتونو، ښوونیزو مرکزونو، عامه تګ راتګ ځايونو او عامه غونډو د بریدونو په ګډون د ترهګرو بریدونو کې کموالی راغلی.

د یوناما د راپور په حواله، دغه وزارت وايي چې د ناچاودو چاودېدونکو توکو په کارولو کې کلنۍ کمښت ۷۲ سلنه، له ۶۵ سلنې څخه ۱۸ سلنې ته راښکته شوی دی.

د دغه وزارت په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۲ کال په پرتله په ټولیزه توګه د ملکي وګړو پر وړاندې بریدونه هم کم شوي دي. د راپور له مخې، ۱۶۴ پېښې چې ۱۷۵ یې د وژلو دي د «سیاسي ملېشو» او «هويتي ملېشو» او نورو له خوا ترسره شوي دي.

د راپور له مخې، داعش خراسان په عمده توګه د طالبانو پر غړو تمرکز کړی او د جنورۍ څخه تر اکتوبر پورې یې د طالبانو پر غړو له ۱۸ څخه ۱۴ بريدونه کړي دي.

قانون جوړونه، د قانون پلي کول او د پولو امنیت

د راپور له مخې، له ۲۰۲۲ کال راهیسې د ترهګرۍ ضد قوانینو کې کوم بدلون نه دی راغلی. راپور وايي چې طالبانو په کراتو په ښکاره توګه اعلان کړی چې په د داعش خراسان غړي يې نیولي او یا یې وژلي دي.

په راپور کې راغلي: «د افغانستان سیاسي مخالفو ډلو په عامه توګه ویلي چې دا عملیات د سیاسي مخالفينو د ځپلو په موخه د دوی د غړو په نښه کولو لپاره ترسره شوي.»

راپور وايي چې د طالبانو دغه کړنې د پوليسو، اردو او په دوى پورې د اړوندو استخباراتي ځواکونو له خوا ترسره شوې دي.

راپور د یوناما د موندنو په حواله وايي چې د «ټي ټي پي» غړو د افغانستان له سویل ختیځې پولې څخه له تېرېدو وروسته په پاکستان کې لوی بریدونه کړي دي.

د راپور له مخې د ۲۰۲۲ کال په پرتله د ترهګرۍ ضد برخه کې کوم بدلون نه دی راغلی.

د ياد راپور پر بنسټ طالبانو د وسلو د تبادلې یو پروګرام پیل کړی چې د ټي ټي پي غړي په افغانستان کې خپلې وسلې سپاري او د بیا مېشتېدنې مرستې ترلاسه کوي.

نړیواله او سیمه ییزه همکاري

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په داسې حال کې چې د تاجکستان، ترکمنستان، ایران، ازبکستان او قرغزستان له خوا له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان له ګاونډیانو سره د همکارۍ راپورونه خپاره شوي، خو د دې همکارۍ کره اندازه نه ده تایید شوې.

د ۲۰۲۳ کال په اپرېل کې، یوه ایراني پلاوي چې افغانستان ته راغلی و، له طالبانو مننه وکړه چې په مشهد کې یې د ترهګريزو بریدونو په مخنیوي کې له ایران سره مرسته وکړه.