افغانستان

آیا د البیروني پوهنتون لپاره د طالبانو رئیس تېر کال د استادانو وژنه کې لاس درلود؟

د طالبانو لخوا د البیروني پوهنتون د نوي رئیس په توګه د احسان الحق نیازي د ټاکل کېدو ورځ.

د جمهوري دولت یو پخوانی امنیتي چارواکی وايي چې د البیروني پوهنتون لپاره د طالبانو رئیس احسان الحق نیازي تېر کال ددغه پوهنتون پر استادانو په برید کې لاس درلود.

که څه هم تراوسه چا یا کومې ډلې د البیروني پوهنتون د استادانو او کارکوونکو پر موټر د برید مسوولیت تراوسه هم نه دی منلی او د جمهوریت امنیتي ادارو هم په دې تړاو معلومات خپاره نه کړل، خو یو پخوانی امنیتي چارواکی وايي چې دا برید د طالبانو لخوا شوی و.

ددغه چارواکي په خبره، په دغه برید کې ښکېل کسان د نصب خان په مستعار نوم چې د طالبانو غړیتوب یې درلود، د امنیتي ځواکونو په یوه برید کې ووژل شو. دغه پخواني چارواکي همداراز زیاته کړه چې نصب خان د احسان الحق نیازي همکار و. ښاغلی نیازی د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال په کب میاشت کې د طالبانو لخوا ددغه پوهنتون رئیس وګومارل شو. نوموړی وړاندې د البیروني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد و.

ځینو سرچینو له آمو ټلویزیون سره خبرو کې تایید کړه چې ښاغلي نیازي په کاپیسا کې په ډېرو «ترهګریزو بریدونو» او په ځانګړې توګه د البیروني پوهنتون د استادانو او کارکوونکو پر موټر برید کې لاس درلود.

درېیو نورو سرچینو هم آمو ټلویزیون سره خبرو کې دا ادعا تایید کړه.

یوې امنیتي سرچینې آمو ټلویزیون ته وویل، د جمهوري دولت د استخباراتي اطلاعاتو او اسنادو له مخې، احسان الحق نیازي نه یوازې د البیروني پوهنتون پر استادانو برید کې لاس درلود، بلکه په «اکثرو ترهګریزو بریدونو او د سړک غاړې ماینونو ځای پرځای کولو کې په مستقیم ډول لاس درلود.»

دغې سرچینې زیاته کړه: «په وار وار دا موضوع د پروان امنیه قومندانۍ لخوا وڅېړل شوه، خو متاسفانه په رهبرۍ کې د فاسدو او خاینو کسانو په شتون کې، دغه ډول کسانو ته دیني عالم ویل کېده او نه تعقیبېدل. که څه هم ددوی پرضد کره شواهد موجود وو.»

په ورته وخت کې د البیروني پوهنتون د استادانو پر لېږدوونکي موټر د برید یوه ټپي آمو ټلویزیون ته وویل: «کله چې موږ د کابل پر لور روان وو، د لارې په اوږدو کې د بګرام په سیمه کې  چېرته چې نیازی اوسېده، د استادانو کاسټر موټر د سړک غاړې پر ماین وخوت. ځینې استادان شهیدان شول او زما په ګډون یو شمېر ټپیان شول.» د هغه په خبره، ښاغلی نیازي په هغه ورځ په موټر کې نه و.

د البیروني پوهنتون ځینې نورې سرچینې بیا وايي چې ددغه پوهنتون کلیدي بستونه د یوه خاص قوم لاس ته لوېدلې دي.

د البیروني پوهنتون یوه استاد آمو ټلویزیون ته وویل، اداري معاون امیرزاده همت، د استادانو آمر صفی الله صمیم، د محصلینو د چارو معاون محمد ناصر طاهري، د محصلینو د چارو آمر احمد داوود غیاثي، اجراییه مدیر عطاؤ الله خلیلي او د محصلینو د خدمتونو آمر ټول پښتانه دي.

آمو ټلویزیون هڅه وکړه چې په دې تړاو له ښاغلي نیازي سره خبرې وکړي، خو هغه د آمو ټلویزیون د پیغام په ځواب کې وویل: «که له وزارت څخه امر واخیستل شي، په خدمت کې یو، د وزارت له حکم پرته [خبرې] نشو کولی.»

د دغه پوهنتون یوه استاد، خلیلي آمو ټلویزیون سره خبرو کې وویل: «ښاغلي نیازي طالبانو ته د شل کاله خدمت بدله ترلاسه کړې ده. هغه د افراطي باور او تعصب له امله، کولی شي د البیروني پوهنتون د ترهګرۍ او افراطیت په مرکز بدل کړي.»

د البیروني پوهنتون د استادانو او کارکوونکو کاسټر موټر د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د جوزا په ۸مه د پروان په بګرام ولسوالۍ کې پر ماین برابر شو. په دغې چاودنې کې د پوهنتون څلور استادان ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول. د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد نوراحمد احمدي او د طب پوهنځي استاد میوند فاروقي د وژل شویو په ډله کې وو.

دغه برید هغه مهال پراخ غبرګونونه راوپارول.