روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: انتانات، حاد نس ناسته، ډینګي تبه او شری په هېواد کې تر ټولو خپرې ناروغۍ دي

په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان تر ملاتړ لاندې د یوه روغتیايي مرکز انځور

د روغتیا نړیوال سازمان د خپل اکټوبر د میاشتې په راپور کې چې په دې وروستیو کې خپور شو ویلي چې ساري ناروغۍ، د ډیهایډریشن سره حاد نس ناستخ، ډینګي تبه، شری او کرونا په روانه میاشت کې په افغانستان کې تر ټولو عامې ناروغۍ دي.

په ورته وخت کې دغه اداره وايي، چې په روانه میاشت کې یې په ټول هېواد کې له ۱۲۹ روغتیايي او د تداوي له مرکزونو سره مرسته کړې، چې د لومړنيو روغتیايي مرکزونو، روغتونونو او په نشه يي توکو د روږدو د درملنې مرکزونه پکې شامل دي.

دغه اداره وايي، په روانه میاشت کې یې په ۱۱۷ روغتیايي مرکزونو کې ۱۳۴زره ۶۶۶ کسانو ته چې ۵۷،۳ سلنه یې ښځې دي، روغتیايي او رواني مشورې وړاندې کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، دغه خدمتونه د دغه سازمان د غیر دولتي همکارانو په مرسته د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې وړاندې شوي دي.

دغه سازمان زیاتوي، چې دغه روغتیايي مرستې او لومړني روغتیايي خدمتونه په ټول افغانستان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د لرې پرتو او محرومو وګړو د وضعیت ته د رسېدو په موخه ترسره شوي دي.

د افغانستان د روغتیایی سیستم وضعيت

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېسيون د روغتیا څانګې د ليندۍ په ۱۹مه په خپل راپور کې ویلي چې په افغانستان کې ۱۷،۹ میلیونه وګړي روغتيايي مرستو ته اړتیا لري.

دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې په ورته وخت کې په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو جوړښت «نازک دی او د سرچينو له کمښت سره مخ دى» روغتیايي خدمتونو ته مساوي لاسرسی نشته او د میندو او ماشومانو روغتیا له جدي ننګونو سره مخ ده.

په دې راپور کې د میندو، ماشومانو او نويو زيږېدليو ماشومانو خوارځواکۍ لوړه کچه او مړینې زياتېدل افغانستان کې د اوسني روغتیايي وضعیت له نورو ننګونو څخه بلل شوي دي.

راپور وايي، «د شري، حاد نس ناستې، ډینګي تبې، تور ټوخي، د کریمیه کانګو هیمرجیک تبه (سي سي اېچ اېف) او ملاریا په ګډون د حاد ناروغیو خپرېدل د افغانستان د روغتیا سکټور ننګوي.»

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېسيون د ماشومانو د ملاتړ د صندوق (یونېسف) د راپور په حواله ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري او په دغه هېواد کې د هرو ۱۰۰ زرو زيږونونو کې ۶۳۸ مېندې مري.

د هیواد د روغتیا سیسټم هاخوا ننګونې

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په دې وروستيو کې په د روغتيايي علومو په ښوونيزو موسساتو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بنديز ولګاوه او د خپلې واکمنۍ په لومړي کال يې په هېواد کې پوهنتونونو ته د نجونو او ښځو پر تګ هم بنديز ولګاوه.

د طالبانو دغه پرېکړه د ملګرو ملتونو، د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو او د بشري حقونو د دفاع د هېوادونو په ګډون له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

د دغه حکم په غبرګون کې ملګرو ملتونو د دغه فرمان د پايلو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دغه بندیز به په راتلونکي کې د افغانستان پر روغتیايي جوړښت ناوړه اغېزې ولري.