نړۍ

د سوریې حکومت د حلب هوايي ډګر او سړکونه وتړل

رویټرز خبري اژانس د درېیو باخبرو پوځي سرچینو په حواله ویلي چې د بشارالاسد په مشرۍ د سوریې حکومت نن سهار د حلب هوايي ډګر او دغه ښار ته غځېدلې لارې وتړلې.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د بشارالاسد د حکومت مخالفينو اعلان وکړ چې د دغه هېواد څو لوی ښارونه یې نیولي او په دې وروستیو کې یې ویلي چې د حلب مرکز ته رسېدلي دي.

د یادولو وړ ده چې د سوریې د حکومت ضد جنګیالیو د «حیات تحریر الشام» په نوم د مخالفې وسلوالې او اسلامپالې ډلې په مشرۍ د یوې اونۍ په ترڅ کې د حکومت تر واک لاندې ښارونو کې «حیرانوونکي» عملیات ترسره کړي دي.

دوو پوځي سرچینو ویلي، روسیه، چې د سوریې د ولسمشر یو مهم متحد دی، له دمشق سره د یاغیانو د بریدونو د مخنیوي لپاره د اضافي پوځي مرستو ژمنه کړې ده.

دې سرچینو زیاته کړې، چې دغه نوي تجهیزات به په راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې د دولتي ځواکونو په اختيار کې ورکړل شي.

د سوریې په پوځ کې درېیو سرچینو دغه خبري آژانس ته ویلي دي چې د دغه هېواد پوځ ته ویل شوي چې د ښار له مهمو سیمو څخه چې یاغیان پکې داخل شوي دي د «خوندي وتلو» امرونه تعقیب کړي.

د سوریې د حکومت مخالفو یاغیانو د تېرې چهارشنبې په ورځ خپل عملیات پیل کړل او د جمعې په ورځ ناوخته د یاغیانو په استازیتوب د عملیاتو یوې خونې وویل چې دوی د حلب په مختلفو سیمو کې د عملیاتو په حال کې دي.

د جګړې پس منظر

دا په داسې حال کې ده، چې یاغیان له ۲۰۱۶ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره حلب ته ستنېږي. کله چې اسد او د هغه متحدینو روسیې، ایران او شیعه ملېشو دا ښار بېرته ونیو، یاغیانو له میاشتو بمباریو او محاصرې وروسته د وتلو موافقه وکړه.

مصطفی عبدالجابر، چې د جیش العزاه یاغیانو د لوا یو قوماندان دی، ویلي چې د دوی ګړندی پرمختګ په حلب ولایت کې د ایران په ملاتړ د ځواک د کمښت له امله دی.

په منځني ختیځ کې د غزې د جګړې په پراخېدو سره په سیمه کې د ایران متحدین د اسراٸيلو له یو لړ ضربو سره مخ دي.