سویلي آسیا

وسله والو د پاکستان امنیتي ځواکونو ته د «جاسوسۍ» په تور له دوو کسانو سرونه پرې کړل

عکس شماری از نیروهای امنیتی پاکستان

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د حکومت مخالفو وسله والو د دغه هېواد امنیتي ځواکونو ته د جاسوسۍ په تور له دوو کسانو سرونه پرې کړي دي.

که څه هم دغو رسنیو د دې پېښې دقیق وخت نه دی په ډاګه کړی؛ خو زياته کړې يې ده، چې دغه دوه کسان د خيبر پښتونخوا ايالت د ميرانشاه د دتخېلو زوى سعيدګي سيمې اوسېدونکي وو.

د دغو راپورنو له مخې، وسله والو د دغو دوو کسانو جسدونه له وژلو وروسته د سړک غاړې ته غورځولي او بیا پاکستاني پولیسو دغه جسدونه د مارانشاه روغتون ته انتقال کړي دي.

له بلې خوا دغه رسنۍ وايي چې د پاکستان په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو او د دغه هېواد د حکومت د مخالفو وسله والو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې د امين الله په نامه (چې مستعار نوم يې استقلال دى) دوى د مهم قوماندان ګډون پنځه وسله وال وژل شوي دي او دوه پاکستاني امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.

دغه نښته وروسته له هغه پيل شوه چې يوې ډلې وسله والو د يکشنبې په سهار د شمالي وزيرستان په تاپي کلي کې له يوه نامعلوم ځاى څخه په سپکو او درنو وسلو پر يوه امنيتي پوسته بريد وکړ.

له دغه بريد وروسته پاکستاني امنيتي ځواکونو ځوابي بريد پيل کړ چې په پايله کې يې پنځه وسله وال وژل شوي او دوه امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان نې په دې وروستیو کې تاوتریخوالي، وسله والو بریدونو او چاودنو په ځانګړي ډول په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې زیاتوالى موندلى دی.