سوداګري

بغلان کې یوې مدني فعالې ۸۵ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

د خیاطۍ په دغه مرکز کې چې ۸۵ ښځې کار کوي، لاسي صنایع او ښځینه کالي ګنډل کېږي او د بغلان په محلي بازارونو کې خرڅلاو ته وړاندې کېږي.

د بغلان په پلخمري ښار کې د مدني ټولنې یوې فعالې، ددغه ولایت ښځو ته د خیاطۍ یو مرکز جوړ کړی دی.

د خیاطۍ د دغه مرکز بنسټګرې مینا صدیقي آمو ټلویزیون ته وویل چې د «کارګاه بانوان میهن» د خیاطۍ مرکز له تېرو څلورو میاشتو راهیسې فعالیت کوي.

آغلې صدیقي وویل، ددې مرکز له جوړولو یې هدف دا و چې هغو ښځو ته د کار زمینه برابره کړي چې د کورنۍ د نفقې مسوولیت ورغاړې دي او د دولت له سقوط وروسته یې خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

د خیاطۍ په دغه مرکز کې چې ۸۵ ښځې کار کوي، لاسي صنایع او ښځینه کالي ګنډل کېږي او د بغلان په محلي بازارونو کې خرڅلاو ته وړاندې کېږي.

مینا صدیقي زیاته کړه: «ددې مرکز د جوړولو هدف دا و چې ښځې له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا شي او هغه ښځې چې د کورنۍ سرپرستې دي او یا یې په هېواد کې وروستیو بدلونونو سره دندې له لاسه ورکړي، ورته د کار زمینه برابره شي.»

ددغو ښځو له ډلې ۲۳ تنو یې د جمهوري دولت پرمهال دولتي دنده درلوده.

له دې ډلې یوه یلدا ده چې د خیاطۍ دغه مرکز کې کار کوي. یلدا د یوې پنځه کسیزې کورنۍ سرپرسته ده او خوشحاله ده چې په کار بوخته ده او له همدې لارې خپلې کورنۍ ته ډوډۍ برابروي.

ددغه مرکز یوه بله کارکوونکې حماسه وايي چې کار کولو یې په ژوند کې بدلون راوستی دی.

هغې وویل: «ددې سربېره چې کولی شم د کار کولو له لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړم، د خیاطۍ دغه مرکز ته له راتګ سره له روحي ستونزو هم خلاصه شوې یم.»

وی گفت: «ضمن اینکه با کار کردن می‌توانم نیازمندی‌های خانواده خود را تامین کنم، آمدن در این کارگاه باعث شده تا از مشکلات روحی نجات پیدا کنیم.»

د دولت یوه بله پخوانۍ کارکوونکې مرضیه چې اوس دلته په کار بوخته ده، وايي افغانستان کې بېوزلي خپلې لوړې کچې ته رسېدلې او آن نارینه نشي کولی د خپلو کورنیو ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي. هغې وویل چې د خیاطۍ مرکز د بېوزلو ښځو د لاسنیوي لپاره یو ښه نوښت دی.

آغلې احمدي له مرستندویه بنسټونو غواړي چې ددغه ډول کاري مرکزونو جوړولو ته مخه کړي ترڅو خلکو او په تېره بیا ښځو ته د کار فرصت برابر شي.

د ښځو د حقونو یوې فعالې زحل یوسفي آمو ټلویزیون ته وویل، د بغلان د مدني ټولنې د راټولو کړو شمېرو له مخې د جمهوري دولت پرمهال بغلان کې ۴۰۰۰ ښځو کار کاوه او د دولت له سقوط سره تر ۳۰۰۰ ډېرو ښځو دندې له لاسه ورکړي او «پاتې هم ادارو کې د کار اجازه نه لري او څه ناڅه میاشتنۍ معاش ترلاسه کوي.»

په ورته وخت کې څه موده وړاندې د سلام وطندار راډیو راپور ورکړ چې د افغانستان په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې دوو محلي خبریالانو په خپل شخصي لګښت ښځو ته یو کاري مرکز جوړ کړی. د فیض آباد ښار په دغه مرکز کې ۱۰ ښځې کار کوي.

تېر کال په اګست میاشت کې د جمهوري دولت تر سقوط وروسته طالبانو پر ښځو او نجونو ډېر محدودیتونه لګولې دي. څو اوونۍ وړاندې یوې آمریکايۍ ادارې (سیګار) په خپل راپور کې په افغانستان کې د ښځو پر وضیت اندېښنه وښوده او ویې ویل چې اوسني طالبان د نوییمې لسیزې له طالبانو توپير نه لري.