افغانستان

پاکستاني رسنۍ: په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت «بحراني پړاو» ته رسېدلی

انځور له آرشیف

د پاکستان اېکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې راپور ورکړی چې په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت «بحراني پړاو» ته رسېدلی دی.

د راپور له مخې، له ٦٠٠زره څخه زیاتو افغان کډوالو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېسيون سره د بیا مېشتېدنې لپاره نوم لیکنه کړې؛ خو د سازمان کلنۍ ونډې یوازې ٨ زره ده.

په راپور کې ویل شوي، لږ تر لږه ۲۵ زره افغان کډوال چې متحده ایالاتو ته یې د لېږد اجازه ترلاسه کړې، اوس هم په پاکستان کې د ویزو د اوږد بهیر له امله ژوند کوي.

اسلام آباد هغو افغانانو ته چې په ناقانونه توګه په پاکستان کې اوسېږي امر کړی چې د نومبر تر لومړۍ نېټې له پاکستانه ووځي.

خو په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوالو تر دې وړاندې ویلي وو چې آن د اوسېدو د قانوني جواز درلودلو سربېره هم د پاکستاني پولیسو له خوا نیول او ځورول کیږي