د پاکستان په شمال لوېديځ کې د سه شنبې په ماښام په يوه امنيتي پوسته کې ځانمرګي بريد ١٢ پوځيان ووژل.
پاکستاني چارواکي وايي، دا برید په وروستیو میاشتو کې یو له خونړیو بریدونو څخه دی چې د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو ولسوالۍ کې ترسره شوی دی.
د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې امنیتي ځواکونو پوستې ته د ننوتو لپاره د برید کوونکو هڅه شنډه کړه. د پوځ په وینا، له برید وروسته د ډزو په تبادله کې، شپږ بریدګر چې د«خوارج» په توګه ياد شوي، وژل شوي. دا اصطلاح معمولا د پاکستان د حکومت لخوا د تحریک طالبان پاکستان غړو ته د اشارې لپاره کارول کیږي.
د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي، «زمونږ ځواکونو د برید په دفع کولو، بریدګر دې ته اړ کړل چې چاودېدونکي توکي د پوستې له دېوال سره وجنګوي.» د دغه موټر د چاودنې له امله د دېوال یوه برخه نړېدلى او شاوخوا تاسیساتو ته هم زیان اوښتی، چې په پایله کې یې ۱۲ تنه عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
د حافظ ګل بهادر ډلې، چې د تحریک طالبان پاکستان یوه څانګه ده، د دغه برید مسوولیت منلی دی. تحریک طالبان پاکستان، چې د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې یې له حکومت سره خپل میاشتنی اوربند پای ته رسولاى دى، خپلو بریدونو ته زور ورکړى دى.
د تاوتریخوالي زیاتوالی
د بنوا ځانمرګی برید داسې مهال شوی چې د پاکستان سیاسي او پوځي مشرانو په اسلام آباد کې د وسله والو له خوا د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه د خبرو لپاره غونډه جوړه کړې وه.
د نومبر په لومړیو کې، د بلوچستان د آزادۍ پوځ لخوا د کوټې په رېل تم ځاى کې ځانمرګي برید ٢٦ کسان ووژل. دې پېښې لومړی وزیر شهباز شریف دې ته اړ کړ چې د بېلتون غوښتونکو او افراطي ډلو پر ضد د »پراخ پوځي عملیاتو» امر وکړي.
په وروستیو میاشتو کې، د پاکستان په شمال لویدیځ کې د امنیتي ځواکونو او د تحریک طالبان پاکستان او د حافظ ګل بهادر ډلې د غړو ترمنځ پرله پسې نښتو په ګډون د وسله والو بریدونو زور اخیستی دى.
د پاکستان د امنیت او شخړو د مطالعاتو د انسټیټیوټ مشر عبدالله خان په وینا، په ۲۰۲۲ کال کې د تحریک طالبان پاکستان لخوا د اوربند له پای ته رسیدو راهیسې تر ۹۰۰ زیات پاکستاني امنیتي ځواکونه د وسله والو په بریدونو کې وژل شوي دي.
په پاکستان کې له روان سیاسي کړکېچ سره هم مهاله د تاوتریخوالي زیاتوالی راغلی دی. په ۲۰۲۲ کال کې د نه باور رایې له لارې د پخواني لومړي وزیر عمران خان له ګوښه کېدو راهیسې، دغه هېواد له زیاتېدونکي ناکراریو سره مخ دی. په ۲۰۲۳ کال کې د عمران خان نیول او زنداني کېدل د هغه د پلویانو له خوا د اعتراضي لاریونونو لامل شوي، چې د امنیتي ننګونو سره د مقابلې لپاره یې پر حکومت فشار زیات کړی دی.