سویلي آسیا

په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې په وسله والو نښتو کې ٧ کسان ووژل شول

د پاکستان پوځ اعلان کړی، چې پرون (دوشنبه، د لړم ۱۴مه) د پاکستان امنیتي ځواکونو په خیبر پښتونخوا او بلوچستان سیمو کې په درې جلا عملیاتو کې له وسله والو سره نښته کړې، چې په پایله کې یې د دغه هېواد د حکومت مخالف ٧ وسله وال وژل شوي دي.

د اېکسپرېس ټریبیون د راپور له مخې، له دغو نښتو څخه یوه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د جنوبي وزیرستان په خام رنګ سیمه کې د افغانستان له پولې څخه پاکستان ته د وسله والو د یوې ډلې د ننوتو مخه ونیوله.

د پاکستان د پوځ په وینا دغو وسله والو غوښتل چې د افغانستان له پولې پاکستان ته ننوځي؛ خو د دغه هېواد امنیتي ځواکونو له هغوی سره نښته وکړه او پاکستان ته یې د هغوى د ننوتلو هڅه «ناکامه» کړه.

د يادونې ده، چې د پاکستان د پوځ په وينا په دې جګړه کې پنځه وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

بل خوا، د پاکستان پوځ ویلي دي چې د امنیتي معلوماتو پر بنسټ یې په جلا عملیاتو کې په شمالي وزیرستان کې د احمد شاه په نوم یو وسله وال چې په «انتظار» مشهور و، وژلی

بلخوا د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستان په نوشکي سيمه کې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ په نښته کې یو بل وسله وال وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په وار وار له طالبانو غوښتي چې د پولې د اغېزمن مدیریت تضمين کړي او د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو له خوا د دغه هېواد پر خاوره د بریدونو د ترسره کولو مخه ونیسي.

د يادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو ویلي، چې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي غړي چې د دغه هېواد د حکومت مخالفه وسله واله ډله ده، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان په خاوره کې خوندي پټنځایونه لري او له هغې د پاکستان په خاوره کې د خپلو بریدونو د تنظیمولو لپاره کار اخلي. هغه موضوع چې طالبانو رد کړې ده.