ناټو اعلان کړى چې د شمالي کوریا پوځي واحدونه د اوکراین پولې ته څېرمه د روسیې د کورسک سیمې ته استول شوي دي. یوه مسله چې په اوکراین کې د شخړې د احتمال په اړه یې نړیوالې اندیښنې زیاتې کړي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د شمالي کوریا د پوځي ځواکونو ځای پرځای کول ممکن د روسیې د هڅو نښه وي چې د جګړې په ډګر کې زیانونه جبران کړي او په ختیځ اوکراین کې پرمختګ ته دوام ورکړي.
د ناټو عمومي منشي مارک روته د روسیې او شمالي کوریا ترمنځ د پوځي همکاریو پراخېدل د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ بللی او زیاته کړې یې ده چې دا د جنوبي اسیا او اروپا د امنیت لپاره خطرناک دي.
د امریکا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د شمالي کوریا شاوخوا لس زره پوځیان د روزنې لپاره ختیځې روسیې ته استول شوي، چې دا د پخوانۍ اټکل له مخې د ۳۰۰۰ پوځیانو زیاتوالی ښيي.
د پنټاګون ویاندې سابرینا سینګ ټینګار کړی چې د دغو پوځیانو یو شمېر د اوکراین پر لور روان دي او په ډېر احتمال به د اوکراین پولې ته څېرمه په کورسک سیمه کې د روسیې د جنګي عملیاتو د ملاتړ لپاره وکارول شي.
له بلې خوا د اوکراين د بهرنيو چارو وزير اندري سيبيهاه د دغه هېواد له لوېديځو متحدينو څخه وغوښتل چې د دغو تحرکاتو په اړه خپلو خبرداريو ته پام وکړي او يو ځل بيا يې وړانديز وکړ چې د روسيې پر اهدافو د اوکراين د اوږدمهالو بريدونو محدوديتونه دې لرې شي.
کرملین په لومړي سر کې، د شمالي کوریا د ځواکونو د شتون په اړه راپورونه «جعلي خبرونه» وبلل. خو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي دي چې له پیونګ یانګ سره د همکاریو د تړون عملي کول د دغه هېواد داخلي مسله ده.
رویټرز وايي، دا پرمختګونه پر روسیې د فشارونو د زیاتوالي په ګوته کوي.
د ناټو عمومي منشي د شمالي کوریا د ځواکونو شتون د پوتین د «زیاتېدونکي ناهليۍ» نښه وبلله او یادونه یې وکړه چې د اوکراین په جګړه کې تر ٦٠٠زرو ډیر روسي سرتېري وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه چې پوتین پر اوکراین د برید د دوام لپاره بهرني ملاتړ ته اړتیا لري.