سویلي آسیا

هند په لومړي ځل د شخصي پوځي الوتکو کارخانه پرانستله

د هند او هسپانیې لومړی وزیرانو پرون (دوشنبه، لړم ۷) د هند د ګجرات ایالت په ودودارا ښار کې د ټاټا الوتکې کمپلیکس پرانیست.

د الوتکو د  جوړولو دا کمپلیکس د ټاټا او هسپانوي ایرباس ترمنځ په همکارۍ جوړ شوی، دا په هند کې د خصوصي پوځي الوتکو لومړنۍ فابریکه ده چې د د دغه هېواد د هوایي ځواک لپاره به سي-٢٩٥ ټرانسپورټ الوتکې تولیدوي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د هند لومړي وزیر نریندرا مودي او د هغه هسپانوي سیال پډرو سانچیز د دې الوتکې کمپلکس پرانسته.

د ټاټا او ایربس ترمنځ د ٢.٣ ميلیارده یورو په ارزښت د همکارۍ تړون په ٢٠٢١ کې لاسلیک شو. په دې قرارداد کې له هسپانیې څخه هند ته د ۱۶ الوتکو سپارل شامل دي، چې تر اوسه یې شپږ الوتکې د هند هوايي ځواک ته سپارل شوې دي. د دې قرارداد له مخې، ټاټا به په وادودارا کې د ٤٠ نورو -سي-٢٩٥ الوتکو د تولید مسولیت په غاړه ولري، چې لومړۍ به یې په ٢٠٢٦ کې چمتو او فعاله شي.

پډرو سانچیز دغه پروژه د نریندرا مودي د لیدلوري د تحقق په لاره کې یو مهم بدلون  وباله او ویې ویل چې دا همکاري به هند په یوه ستر صنعتي مرکز بدل کړي او د هند بازار ته به د نورو اروپايي شرکتونو د ننوتلو لاره هواره کړي.

ښاغلي مودي د دغې فابریکې پر اهمیت د ټینګار په ترڅ کې وویل:«د ټاټا د الوتکو نوی کمپلکس به په هند کې نوي مهارتونه او صنعتونه رامنځته کړي او د هېواد د هوايي چلند د صنعت له ودې سره به مرسته وکړي.»

هغه زیاته کړه چې هند اوس د نړۍ د سترو الوتکو جوړونکو شرکتونو لپاره د پرزو یو له عرضه کوونکو هېوادونو څخه دی.

دا پروژه د مودي حکومت یو له مهمو پلانونو څخه ده چې هند د نړیوال تولید په مرکز بدلوي او کورني دفاعي تولید پیاوړی کوي. د يادولو وړ ده، چې ښاغلي مودي په ۲۰۱۴ کال کې د خپل ماموريت له پيل راهيسې د بهرنۍ پانګونې د قوانينو په اسانه کولو او د خصوصي دفاعي صنايعو پر پراختيا تمرکز کړی جې دغه فابريکه د همدې ټکي ښکارندويي کوي.

 په تېرو ۱۸ کلونو کې هند ته د هسپانیې د لومړي وزیر سفر دغه هیواد ته د هسپانیې د مشر لومړی سفر دی.

د لیدنې په ترڅ کې، هغه او ښاغلي مودي د سوداګرۍ، معلوماتي ټکنالوجۍ، د نوي کېدونکي انرژۍ او دفاعي مسٸلو په ګډون په بیلابیلو برخو کې د دوه اړخېزو اړیکو او نوي فرصتونو په اړه خبرې کړې دي.

ټاکل شوې ده، چې ښاغلی سانچیز به ممبۍ ته هم لاړ شي او د فلم جوړولو په برخه کې د ممکنه همکاریو د لټولو لپاره د سوداګرو مشرانو سره وګوري.

د يادولو وړ ده، چې د هند او هسپانیې ترمنځ سوداګري په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۹،۲ میلیارده یورو ته رسېدلې او دا مهال له ۲۰۰ څخه زیات هسپانوي شرکتونه په هند کې او شاوخوا ۸۰ هندي شرکتونه په هسپانیا کې فعالیت کوي.