افغانستان

جوبایډن: د القاعدې مشر ایمن الظواهري ووژل شو

د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري د امریکا د بې پیلوته الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

ښاغلي بایډن شېبه وړاندې د الظواهري د وژلو په تړاو یوه ټلویزیوني وینا کې وویل چې نوموړی په کابل کې په نښه شوی دی.

د امریکا ولسمشر وویل چې الظواهري کابل ته تللی و چې له خپلې کورنۍ او د القاعدې له نورو غړو سره یوځای شي.

خو د هغه په خبره، په دغه ډرون برید کې یوازې د القاعدې مشر وژل شوی او د هغه د کورنۍ غړو ته زیان نه دی اوښتی.

د الظواهري د وژل کېدو راپور داسې مهال خپرېږي چې څو ساعته وړاندې طالبانو په یوه اعلامیه کې وویل چې د تېرې شنبې په ورځ (زمري ۹مه) د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکې د کابل په شېرپور سیمه کې پر یوه کور برید کړی.

د طالبانو په خبرپاڼه کې د برید د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو برید یې محکوم کړی دی.

الظواهري د یوه نړیوال ترهګر په توګه د امریکا لخوا تر تعقیب لاندې و، هغه څوک چې له اسامه بن لادن سره په ګډه یې په امریکا کې د سپټمبر ۱۱مې برید پلان کړی و.

الظواهري او بن لادن په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا د برید له پیلېدو سره له دغه هېواده وتښتېدل او د اوسېدو ځای یې د ډېر وخت لپاره ناڅرګند و. بن لادن ۲۰۱۱ کال کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې په پاکستان کې ووژل شو.

الظواهري په ۲۰۱۱ کال کې د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته، د هغه ځایناستی او د القاعدې مشر شو.

د امریکا ولسمشر په خپلې وینا کې وویل چې الظواهري په دې وروستیو په خپلو خبرو کې امریکا ګواښلې وه.

جوبایډن وویل چې امریکا د روان میلادي کال په لومړیو کې موندلې وه چې الظواهري په کابل کې دی. د امریکا ولسمشر یادونه وکړه چې یوه اوونۍ وړاندې یې د القاعدې د مشر د وژلو عملیاتو امر ورکړی و.

د هغه په خبره، د القاعدې د مشر په وژل کېدو سره نړۍ تر پخوا خوندي شوه.

ایمن محمد ربیع الظواهري چې لنډ په الظواهري پېژندل کېده، د ۱۹۵۱ کال د جون په ۱۹ نېټه د مصر په المعادي ښار کې زېږېدلی و. الظواهري د هبا په نوم یوه خور او د محمد په نوم یو ورور لري.

نوموړي په ۱۴ کلنۍ کې د اخوان المسلمین له ډلې سره یوځای شو او په ۲۳ کلنۍ کې د قاهرې پوهنتون د طب له پوهنځي فارغ شو. نوموړی په ۲۰۱۱ کال کې د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته، د هغه ځایناستی او د القاعدې مشر شو.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۲۶۷ پرېکړه لیک له مخې، الظواهري په القاعده کې د غړیتوب درلودو او او په ځینو بمي چاودنو د لاس درلودو له امله د امریکا تر تعقیب لاندې و.

نوموړي د ۱۹۸۹ کال کې د په کینیا او تانزانیا کې د امریکا سفارتونو په بمي چاودنو، د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱ امریکا کې پر سوداګرۍ نړیوال مرکز برید او د امریکا پر یوې جنګي بیړۍ یو اس اس کول په بریدونو کې لاس درلود. د امریکا دولت د هغه په تړاو د معلوماتو ورکولو لپاره چې که ونیول شي یا ووژل شي ۲۵ میلیون ډالره جایزه اېښې وه.