افغانستان

امریکايي رسنۍ: د القاعدې مشر ایمن الظواهري د امریکا په برید کې وژل شوی

الظواهري په ۲۰۱۱ کال کې د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته، د هغه ځایناستی او د القاعدې مشر شو.

امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري، د امریکا متحده ایالتونو لخوا وژل شوی دی. الظواهري د یوه نړیوال ترهګر په توګه د امریکا لخوا تر تعقیب لاندې و، هغه څوک چې له اسامه بن لادن سره په ګډه یې په امریکا کې د سپټمبر ۱۱مې برید پلان کړی و.

الظواهري او بن لادن په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا د برید له پیلېدو سره له دغه هېواده وتښتېدل او د اوسېدو ځای یې د ډېر وخت لپاره ناڅرګند و. بن لادن ۲۰۱۱ کال کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې په پاکستان کې ووژل شو.

د الظواهري د وژل کېدو په اړه په لومړي ځل اسوشېټډ پرېس راپور خپور کړ.

تراوسه څرګنده نه ده چې نوموړی چېرته او د کومو امریکايي ادارو لخوا په نښه شوی دی.

سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې په پام کې ده ولسمش جوبایډن د دوشنبې په ماښام د ترهګرۍ ضد یوه بریالي عملیات په اړه خبرې وکړي.

د الظواهري د وژل کېدو راپور داسې مهال خپرېږي چې څو ساعته وړاندې طالبانو په یوه اعلامیه کې وویل چې د تېرې شنبې په ورځ (زمري ۹مه) د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکې د کابل په شېرپور سیمه کې پر یوه کور برید کړی.

د طالبانو په خبرپاڼه کې د برید د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو برید یې محکوم کړی دی.