سویلي آسیا

په پاکستان کې د ناپېژندو وسله والو په برید کې ٧ تنه کارګران ووژل شول

د پاکستان د بلوچستان ایالت په پنجګور ښار کې د ناپېژاندو وسله والو په برید کې ٧ ساختماني کارکوونکي وژل شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، دغه ناڅاپه برید تېره شپه په یوه تر کار لاندې ودانۍ کې شوی او کارکوونکي د بریدګرو له خوا په ډزو ویشتل شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ، د دغه پېښې قربانیان د پنجاب ایالت د ملتان ښار اوسېدونکي وو.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسٶولیت پر غاده نه دى اخيستى.