افغانستان

 د شریف څرګندونو د طالبانو غبرګون: «افغانستان هیچا ته ګواښ نه دی»

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د خبرو په غبرګون کې طالبانو ویلي چې د دوی تر ادارې لاندې افغانستان «هیچا ته ګواښ نه دی.»

تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر د ملګرو ملتونو د عمومي شورا په ۷۹مه غونډه کې ویلي وو چې په افغانستان کې د داعش، تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي، القاعده او نورو ډلو په ګډون ترهګرې ډلې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان کې شتون نه لري.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په یوه ویډیويي کليپ کې ویلي، چې دوی د دوی تر ادارې لاندې افغانستان کې بهرنیو ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

خو ښاغلي شریف د عمومي شورا په غونډه کې زیاته کړې  ټي ټي پي چې په افغانستان کې شتون لري، د پاکستان به خاورې کې بریدونه کوي.

هغه یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې د «ترهګرو ډلو»  په ځانګړې توګه د هغو کسانو پر ضد چې په پاکستان کې د امنیتي ضد پېښو کې لاس لري، پر ضد جدي اقدام وکړي.

د پاکستان لومړي وزیر همداراز د جرمني، اسټرالیا، هالنډ او کاناډا د هغو اقداماتو هرکلی کړی چې په افغانستان کې یې د بشري حقونو د سرغړونو له کبله طالبان حساب ورکولو ته اړباسي.

شهباز شریف زیاته کړه چې طالبان باید د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د بشري حقونو درناوی وکړي او د یوه ټول ګډونه حکومت د جوړولو پر لور حرکت وکړي.