د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن (يکشنبه) په یوه دوستانه لوبې لپاره د پاراګوای د لوبډلې په وړاندې ميدان ته ښکته کېږي.
دا لوبه د کابل پر وخت د سهار په ۶:۳۰ دقيقو د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړېږي.
تر دې مخکې د ایران د فوټبال فدراسیون اعلان کړی و چې د دواړو لوبډلو د روزونکو ترمنځ د هوکړې پر بنسټ به دغه لوبه د نندارچیانو له شتون پرته د تړلو دروازو تر شا ترسره شي.