ورزش

افغانستان د نیوزیلنډ پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن (چهارشنبه،د وږي١٤مه) په تایلنډ کې د فوټبال د اتلولۍ په سیالیو کې د  نیوزیلنډ پر وړاندې د لوبې ډګر ته  ښکته شي.

دغه لوبه به د کابل پر وخت ماسپښین دوه بجې پیل شي.

افغانستان د تېره ورځ په دې سیالیو کې د کویټ پر وړاندې  ٣پر ٤پايلې سره  ماتې وخوړه.

د کانټینینټل فوټسال سیالۍ د افغانستان، تایلنډ، ګواتیمالا، نیوزیلنډ او کویټ ترمنځ د تایلنډ په کوربه توب د اګست په ۲۹ پیل شوې او د سپټمبر تر شپږمې به دوام وکړي.

د فوټسال ملي لوبډلې سږ کال د فوټسال نړیوال جام ته هم لاره موندلې ده.

د ٢٠٢۴کال د فوټسال سياليو نړیوال جام به د سپټمبر په ٢٤مه نېټه د ازبکستان په کوربه توب ترسره شي.