افغانستان

پاکستان کې د افغانستان د خبریالانو اعتراض؛ «برخلیک مو ناڅرګند دی»

پاکستان کې د افغانستان د خبریالانو اعتراضي غونډه

د افغانستان یو شمېر خبریالانو چې د جمهوري دولت تر سقوط وروسته پاکستان ته تللي او غواړي له هغه ځایه نورو هېوادونو ته پناه یوسي، ددوی د قضیو د نه څېړل کېدو له امله اعتراض وکړ.

ځینې خبریالان وايي چې له میاشتو راهیسې پاکستان کې دي او په ډېر بد وضعیت کې ژوند کوي، خو لا یې هم برخلیک څرګند نه دی.

معترضو خبریالانو د یوه پرېکړه لیک په خپرولو د کاناډا له حکومت څخه وغوښتل چې ددوی دوسیې وڅېړې او دغه هېواد ته د ورتګ زمینه ورته برابره کړي.

ددوی ترمنځ ډېر شمېر ښځینه خبریالانې هم لیدل کېږي چې په اعتراضي راټولېدنه کې یې برخه درلوده.

ځینې خبریالان وايي چې اوسمهال په افغانستان کې تر بل هر وخت ډېر د رسنیو ازادي محدوده شوې او هره ورځ خبریالان د طالبانو له تاوتریخوالي سره مخامخ کېږي.

سیر ولي زاده چې د طالبان واک ته تر رسېدو وړاندې په افغانستان کې خبریال و، وویل: “په افغانستان کې د دموکراسۍ او جمهوریت له سقوط څخه ۱۱ میاشتې تېرېږي او طالبان پر افغانستان واکمن شوي؛ د بیان ازادۍ په ګډون ټولو دموکراتیکو ارزښتونو ډېره زیاته ضربه خوړلې ده. “

د طالبانو لاس ته د افغانستان د لوېدو راهیسې، په دغه هېواد کې د ۷۰ سلنه رسنیو فعالیت په ټپه درېدلی او سلګونه خبریالان د طالبانو لخوا له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي، ګواښل شوي چې که خپله دنده خوشې نه کړي، وبه وژل شي.

له ګواښ سره مخامخو خبریالانو د یوه لس ماده اي پرېکړه لیک په خپرولو د کاناډا له حکومت څخه وغوښتل چې دوی ته پناه ورکړي او ددوی په خبره د پاکستان او افغانستان له ګواښونو یې وژغوري.

یوه بل خبریال عبدالله ولي زاده په دې اړه خبریالانو ته وویل: “موږ له ګواښ سره د مخامخو ۴۰ زره کسانو له ډلې یو چې د کاناډا حکومت د پناه ورکولو وعده راسره کړې ده. میاشتې کېږي چې موږ بې برخلیکه او به بدو روحي او رواني شرایطو کې ژوند کوو. موږ حق لرو چې ارام ژوند وکړو. کاناډا له خطر سره د مخامخ خبریالانو د تخلیې لپاره هيڅ مشخص اقدام نه دی کړی. “

اعتراض کوونکي وايي، دا غونډه یې د ۳۵۰ خبریالانو په استازولۍ کړې چې ۵۰ سلنه یې اوسمهال په پاکستان کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کاناډا حکومت اعلان کړی و چې له افغانستان څخه به ۴۰ زره پناه غوښتونکي ومني. خو تراوسه یوازې ۲۰ زره کسانو ته ویزي صادري شوې او د کاناډا حکومت د نویو مهاجرینو د قضیو څېړلو بهیر درولی دی.