سوداګري

د خلکو خراب اقتصادي وضعیت او د تېلو بیې لوړوالی

د اقتصادي ستونزو ترڅنګ چې دا مهال د افغانستان خلک ورسره لاس او ګرېوان دي، د تېلو بیې لوړېدو سره په پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې د عامه ترانسپورت کرایه هم لوړه شوې ده. د قیمتونو لوړوالي، موټرچلوونکو د کرایې لوړولو پرته بله لاره نه ده پرېښې او خلک هم په ښارونو کې د ورځني تګ راتګ لپاره د لوړې کرایې ورکولو توان نه لري.

د آمو ټلویزیون د خبرنګار موندنو له مخې، په تېرو لسو ورځو کې د ډیزل بیه له ۹۸ افغانیو، ۱۳۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

په دې موده کې د پټرولو بیه هم له ۸۶ افغانیو، ۱۰۰ افغانیو ته رسېدلې ده.

همداراز په دې موده کې، په ښاري لیني موټرو کې د یوه کس کرایه له ۲۰ افغانیو څخه ۳۰ افغانیو ته رسېدلې ده. د آمو ټلویزیون د خبریال د موندنو له مخې، د ښاري ټکسیانو کرایه هم دوه برابره زیاته شوې. پخوا به چې خلکو له یوه مسیر څخه ټکسي کې تګ راتګ کاوه او ۱۰۰ افغانۍ به یې ورکولې، اوس کرایه ۲۰۰ افغانیو ته ختلې.

ټکسي چلوونکي ځان مجبور ګڼي او وايي چې حتی د کرایې همدومره زیاتوالي سره سره هم نشي کولی د ژوند مصارف برابر کړي او د خپلو کورنیو عادي ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي.

یوه ښاري ډرېور توریالي په دې اړه وویل: “د تېلو بیه لوړه ده، خو موږ ډېر ارزانه هرې خوا ته ځو، ترڅو د خپلو کورنیو ورځني لګښتونه برابر کړو.”

یو بل موټر چلوونکی صابر چې په کابل ښار کې کار کوي وايي: “پرون مې خپل موټر ته د ۱۳۰۰ افغانیو تېل واچوه. ۹۰۰ افغانۍ مې نغدې کړې دي. د افغانستان ملت د ۳۰ افغانیو کرایې ورکولو توان هم نه لري.”

د کابل ډېری اوسېدونکي وايي، د تېلو او کرایې نرخونو لوړېدو سره، ترجېح ورکوي چې په لنډو فاصلو کې پیاده تګ راتګ وکړي.

د کابل ښار اوسېدونکی عبدالله وايي: “د موټرو کرایه ډېره شوې ده. پخوا له هوايي ډګر څخه د احمدشاه مسعود تر څلورلاري پورې کرایه ۱۰ افغانۍ وه، خو اوس ۲۰ افغانیو ته ختلې ده. نو چې پیسې نه وي، مجبور پیاده لاړ شو.”

د کابل ښار بل اوسېدونکی وسیع الله ملکزی وايي، “عادی کرایه له فروشګاه تر کارته نو پورې ۲۰ افغانۍ وه، خو اوس ۳۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.”

په اوږدمهال کې د نفتي توکو د بیې لوړوالی به ددې لامل شي چې ډېری ټکسي چلوونکي، بېکاره شي.

د لیني موټرو د کرایې لوړوالي له امله د اختر په ورځو کې د کابل ځینو اوسېدونکو ونشوای کولی د خپلو دوستانو کورونو ته لاړ شي.

د طالبانو لخوا د نفتو پر وارداتو محدودیت

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي د هېواد په پولو کې د طالبانو لخوا د نفتي موادو د ټانکرونو درولو سره افغانستان ته د نفو واردات کم شوي او بازار ته د نفتو عرضې کمېدو سره بیې لوړې شوې دي.

ددغې خونې چارواکي وايي، طالبانو هغو نفتي موادو ته چې ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونو کې کارول کېږي، افغانستان ته د واردولو اجازه نه ورکوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي په دې اړه وویل: “زموږ اسټنډرډ (معیار) ډېر لوړ دی. د ازبکستان، ترکمنستان، ایران او حتی مسکو له اسټنډرډ سره برابر دی. کوم تېل چې هغوی په خپلو هېوادونو کې ترې استفاده کوي، موږ یې د استفادې اجازه نه لرو!”

د نفتي موادو د بیو ټیټولو هڅې

خو د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت چارواکي وايي، د ډیزلو بیې راټیټولو لپاره ۲۴۰ ټنه تېل بازار ته وړاندې کوي او ددغو تېلو بیه به د بازار له قیمتونو لس افغانۍ کمه وي.

د صنعت او تجارت وزارت لپاره د طالبانو سرپرست نورالدین عزیزي په دې اړه وویل: “په بېلابېلو هېوادونو کې مو له هغو کسانو سره چې د تېل په برخه کې یې فعالیت کاوه، د زوم اپلیکېشن له لارې او په حضوري ډول خبرې کړي. د یما پټرولیم شرکت چمتو شو چې خپلو هېوادوالو سره مرسته وکړي او د هر لیټر بیه ۱۰ افغانۍ کمه کړي.”

ځینې کارپوهان په دې باور دي چې طالبان د هېواد په بازارانو کې د نفتي موادو د بیې راټیټولو لپاره کوم پروګرام نه لري او نشي کولی بازار ته د څو ټانکره نفتو عرضه کولو له لارې قیمتونه کنټرول کړي.

اقتصادي کارپوه سید مسعود وايي: “کومه لویه ستونزه چې افغانستان ورسره مخ شوی، نه شي کېدای د څو ټانکره نفتي موادو عرضه کولو سره، کنټرل شي. برسېره پردې چې نه کنټرولېږي، بلکې یو ډول ګډوډي رامنځته کوي او خصوصي سکتور اړ کوي چې حقایق پټ کړي. دا یو ډول غیرمعقول اقتصادي حرکت دی.”

افغانستان د خپلې اړتیا وړ نفتي توکي له ایران، ازبکستان، ترکمنستان او روسیې واردوي. که څه هم دننه افغانستان کې د نفتو او ګازو پنځه حوزې شته، خو ددغو منابعو د استخراج لپاره لازمه پآنګونه نه ده شوې او یوازې د آمو دریا له حوزې د نفتو استخراج روان دی. خو د تولید اندازه یې ډېره کمه ده او نشي کولی د هېواد اړتیاوې پوره کړي.

د تېر میلادي کال له لومړیو راهیسې د نفتو بیه تقریبا دوه برابره شوې ده. په ۲۰۲۰ کال کې د کورونا ویروس له امله تر دوامدار قرنطین تر پای ته رسېدو وروسته، په نړۍ کې نفتو ته تقاضا لوړه شوه. د اوکراین جګړې او پر روسیې د غربي هېوادونو بندیزونو دا قیمتونه لا لوړ کړي دي.