نړۍ

کاناډا کې د داعش په تور د دوه تنو نیول کېدل

کاناډايي چارواکي وايي، هغه پلار او زوی یې نیولي چې په ټورنټو کې یې د «ترهګريز» برید پلان درلود.

د سي بي سي نيوز د راپور پر بنسټ، د کاناډا پولیسو ويلي، دغه دوه کسان، ۶۲ کلن احمد الدیدي او ۲۶ کلن مصطفی الدیدي، د داعش ډلې په استازیتوب د یوه «ترهګریز» برید د پلانولو په تور نیول شوي دي.

د کاناډا د پولیسو په وینا دغه دوه کسان د یوه تاوتریخجن او جدي برید د پلانولو په وروستي پړاو کې وو.

د يادونې وړ ده، چې احمد الدیدي او زوی یې دواړه کاناډایان دي، له ټورنټو بهر د رچمانډ هېل په سیمه کې له یوه هوټل څخه نیول شوي دي.

کاناډایي چارواکو همداراز  ویلي چې تورنو کسانو په ټورنټو او د هغې په شاوخوا سیمو کې په اګاهانه ډول د ترهګريزو فعالیتونو زمینه برابره کړې وه.

پر دوى وارد شويو دغو تورونو کې د یوې ترهګريزې ډلې په فعالیتونو کې ګډون، د وژنې دسیسه او د تبر درلودل شامل دي.

د دغه هېواد پولیسو ویلي دي چې د دغو دوو تنو په اړه څېړنې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې.