سوداګري سویلي آسیا

په پاکستان کې د انټرنېټ خدمتونه ځنډېدلي دي

پاکستاني رسنیو ویلي، چې په ټول هېواد کې د انټرنیټ خدمتونه ځنډېدلي دي.

د دې ځنډ کره لامل تر اوسه نه دی څرګند. پاکستاني چارواکو ویلي چې دوی د وضعیت ارزونه کوي.

دغو رسنیو د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې ستونزه تر ډېره په نړیوالې ګڼې ګوڼې پورې اړه لري او یوازې په سیمه ییزو شبکو پورې محدوده نه ده.

د یادونې وړ ده، چې میټا ټولنیزو شبکو لکه فیسبوک، واټس آپ او انسټاګرام ته لاسرسی په عمومي ډول نه دی ځنډول شوی، خو په ځینو شبکو کې د ګډوډۍ راپور ورکړل شوی.

«نایاټل» پاکستان ټیلی کام خبر ورکړی چې ددوى خدمتونه یې اغیزمن کړي نه دي.

د دغه هېواد ​​ ځينو سویلي ښارونو کوچنۍ ستونزې تجربه کړې چې له يو څه وخت وروسته حل شوې دي.

«ناردرن» شرکت چې اسلام اباد، راولپنډۍ، سرګودا او فیصل آباد تر پوښښ لاندې نيسي ، له داسې کومې ستونزې سره نه دى مخ شوى.