نړۍ

کاملا هرېس: اسراییل حق لري چې د لبنان د حزب الله په وړاندې له ځانه دفاع وکړي

د امریکا د ولسمشر مرستيالې کاملا هرېس د بیروت د برید په اړه وویل چې اسراییل حق لري چې د حزب الله په وړاندې له ځانه دفاع وکړي.

د فاکس نیوز د راپور له مخې، مېرمن هرېس وویل: «هغه څه چې موږ په ځانګړي ډول سره پرې پوهیږو هغه دا دي چې هو، دا هېواد حق لري چې د ترهګريز سازمان حزب الله په وړاندې له ځانه دفاع وکړي، او دې کار ته به دوام ورکوي او زه په کلکه له د اسرائيلو له دې حق څخه د چې خپل هېواد امنیت ساتي، ملاتړ کوم.»

هغې همداراز د فلسطین د شخړې د پای ته رسولو لپاره د دیپلوماتیکو حل لارې د موندلو لپاره د هڅو پر دوام ټینګار وکړ.

له بلې خوا اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی دی چې دغه هېواد باور لري چې د حزب الله جګپوړی قومندان فواد شکر په بیروت کې په یوه برید کې وژل شوی دی.

تر دې مخکې رويټرز د اسراييلي رسنيو په حواله ويلي وو، چې د حزب الله تر ټولو لوړ پوځي قوماندان او د دغې ډلې د ستراتيژيکو قطعاتو مشر فواد شکر، چې د مجدال شمس د ماشومانو د وژنې مسوول هم بلل کېږي د شنبې په ورځ د په بيروت کې د زمري په نهمه نېټه په يوه بريد کې ووژل شو.

د يادونې وړ ده، چې فواد شکر د حسن نصرالله ښي لاس سړی او د پوځي عملیاتو په پلان جوړولو او لارښوونه کې سلاکار و.

دا په داسې حال کې ده، چې پر حزب الله باندې د اسراییلو برید د لبنان د متحدینو غوسه راپارولې ده.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د اسرائیلي پوځ دغه برید غندلی او د نړیوال غبرګون غوښتنه یې کړې ده.