د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سبسټن فېشر ويلي چې د روسیې ولسمشر نه شي کولای د منځني واټن ویشتونکو توغندیو په جوړولو برلين وګواښي.
دغه جرمني چارواکي پرون « دوشنبه، جولاى٢٩» یوې خبري غونډې ته وویل: «موږ له داسې څرګندونو نه ډارېږو.»
تر دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په سن پترزبورګ ميدان کې د وينا پرمهال په جرمني کې د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو د ځای پر ځای کولو په اړه د امریکا د پرېکړې له امله د سړې جګړې د بحران خبرداری ورکړ.
خو فېشر ټینګار وکړ چې روسیې لا دمخه دا ډول توغندي تولید کړي او ځای په ځای کړي او آلمان اوس دې وسلو ته جواب لپاره پلان جوړوي.
پوتین پخپله وينا کې همداراز خبرداری ورکړی، که متحده ایالات تاييد کړي چې په جرمني او نورو اروپايي هېوادونو کې د اټومي توغندیو ځای پرځای کول غواړي، نو مسکو به هم د اټومي توغندیو په تولید لاس پورې کړي.
هغه وویل: «موږ به د هغه ځنډ څخه ځان خلاص وګڼو چې مخکې مو د لنډ او منځني واټن د بریديزو وړتیاو د ځاى پرځاى کولو په برخه کې اخیستی و.»
ښاغلي پوتین زیاته کړه چې د دغه ډول سیسټمونو پراختیا په وروستیو پړاوونو کې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د جولای په لومړیو کې، واشنګټن او برلین اعلان وکړ چې دوی به په ٢٠٢٦زيږديز کې آلمان ته د کروز توغندیو په ګډون د متحده ایالاتو د اوږد واټن ويشتونکو توغندیو د پړاويزې ورکړې بهير پیل کړي.