افغانستان

طالبانو پنجشېر کې د ږیرې لنډول ممنوع اعلان کړ

د پنجشېر د اوسېدونکو په وینا، په تېرو ورځو کې طالبانو له هغو کسانو سره چې خپلې ږیرې یې لنډې کړې یا خرېیلې وې، جدي برخورد کړی دی.

پنجشېر کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست په دغه ولایت کې سلمانیانو ته خبرداری ورکړی چې د خپلو مشتریانو د ږیرې له لنډولو ډډه وکړي.

ددغې ادارې رییس شېرکل منصوري په یوه خبرپاڼه کې چې آمو ټلویزیون ته لېږل شوی ویلي، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست کارکوونکو په پنجشېر کې سلمانیانو ته په جدي ډول خبرداری ورکړی چې د خلکو ږیرې ونه خرېیي او په غربي ډول د وېښتانو له کمولو هم ډډه وکړي.

دغه طالب چارواکي زیاته کړې: “زموږ محتسبینو (کارکوونکو) د خلکو د ږیرې خرېیلو او لنډولو څخه د سلمانیانو د منع کولو لپاره ټولې سلمانیانې وارزولې او هغوی ته یې په جدي ډول خبرداری ورکړ چې د اسلامي شریعت خلاف کارونو له (ترسره کولو) ډډه وکړي.”

ښاغلي شېرګل د آمو ټلویزیون د خبریال دې پوښتنې په ځواب کې چې که څوک سرغړونه وکړي سزا به یې څه وي، وویل: “د امارت مشرتابه تراوسه ددې لپاره جزا نه ده ټاکلې، خو په لومړي سر کې توصیه کوو او وروسته به قانون ماتوونکي ته سزا ورکړو.”

د پنجشېر د اوسېدونکو په وینا، تر دغې اعلامیې خپرېدو وړاندې په تېرو ورځو کې طالبانو له هغو کسانو سره چې خپلې ږیرې یې لنډې کړې یا خرېیلې وې، جدي برخورد کړی دی.

د پنجشېر یوه اوسېدونکي مختار (مستعار نوم) په دې اړه وايي: “زما یو ملګري په پنجشېر کې د دولتي ادارې کارکوونکی دی او څو ورځې وړاندې یې ږیره خرېیلې وه. طالبانو یو ځل غوښتل هغه په خپل کاري دفتر او یو ځل په کلي کې وډبوي.”

دا په داسې حال کې ده چې دوه میاشتې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې د هېواد په ځینو ولایتونو او په تېره بیا کابل کې ځینې دولتي کارکوونکي خپلو ادارو ته له ورتګه منع کړل شوي دي. په دغو راپورونو کې ویل شوي وو، هغه کارکوونکي چې ږیرې یې لنډې وې او خولۍ یې پر سر نه وه، خپلو ادارو ته نه پرېښودل کېدل او هغوی ته خبرداری ورکړل شوی و چې ځانونه په نویو معیارونو برابر کړي.

خو د امر باالمعروف او نهې عن المنکر ادارې ویاند محمد صادق عاکف نن پنجشنبه په یوه خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل، د ږیرې د احکامو په اړه ددغه وزارت لخوا دولتي کارکوونکو ته یواځې ویل شوي چې “خپل صورت او اخلاق د پیغمبر په سنتو” برابر کړي، خو عامو خلکو ته لا تراوسه څه نه دي ویل شوي.

طالبانو په تېرو لسو میاشتو کې په افغانستان کې د ښځو پر پوښاک ډېر محدودیتونه اعلان کړي دي. په دې کې یو د ښځو کامل حجاب دی چې د طالبانو مشرانو په ننني خبري کنفرانس کې یې پر رعایتولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د هېواد په ډېرو برخو کې ښځو د حجاب له رعایتونو ملاتړ کړی دی.

ښاغلي عاکف همداراز په تفریحې پارکونو کې د ښځو د حضور په اړه وویل، ښځې کولی شي پارکونو ته لاړې شي، خو د تفریحي پارکونو مالکان باید ډاډ ورکړي چې د نارینه و او ښځو برخې سره جلا دي.

د خلکو پر اجتماعي ژوند د طالبانو محدودیتونه او په تېره بیا تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو تړلې پاتې کېدل، که څه هم تل له نړیوالو انتقادونو سره مل و، خو ددغې ډلې پر سیاستونو یې اغېز نه دی کړی.