افغانستان ښځې

طالبانو له شپږم ټولګي پورته د ښځينه ښوونکو معاشونه تر ۵ زره افغانیو راکم کړل

څو میاشتې وروسته له دې چې طالبانو لخوا په کور ناستو ښځینه کارکوونکو معاشونه کم کړل، طالبانو روانه اونۍ ښوونکو ته د يو لیک په استولو له شپږم ټولګي څخه پورته د ښځينه ښوونکو معاشونه ۵زره افغانیو ته راټیټ کړل.

سرچينو آمو ته د دغه ليک د يوې کاپي په رالېږلو ويلي، چې  د دولتي ښوونځيو له شپږم ټولګيو پورته ښځينه ښوونکو ته خبر ورکړل شوى چې د روان کال له زمري مياشتې څخه به چې نن د دوشنبې په ورځ پيل شوې، پنځه زره افغانۍ مياشتني معاش اخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له شاوخوا دریو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي د نجونو پرمخ تړلي دي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د طالبانو پرېکړې په لومړي سر کې تر ۱ میلیون او سل زره ډېرې نجونې له زده کړو بې برخې کړې.

له دې وړاندې د چنګاښ په میاشت کې د طالبانو تر واک لاندې د مالیې وزارت لخوا په یوه لیک کې ویل شوي وو چې د غبرګولي له ١٤ څخه د ښځینه کارکوونکو چې په کور ناستې دي، ټول امتیازات او معاشونه به يې پنځه زره افغانۍ ورکول کیږي او هغو کارکوونکو ته چې د کار اجازه ورته ورکړل شوې ده خپل عادي معاش به ترلاسه کوي.

مخکې د ښځینه کارکوونکو او ښوونکو معاشونه شاوخوا لس زره افغانۍ وو. یو شمېر ښځینه ښوونکو او کارکوونکو آمو ته ویلي چې د معاشونو کمېدل به یې ژوند نور هم ستونزمن کړي.