فرهنګ او هنر

شنبه هاى ارغواني غورځنګ: ملګري ملتونه دې د طالبانو لپاره له «سیاسي دلالۍ» لاس واخلي

د شنبه هاى ارغواني غورځنګ وايي ملګري ملتونه باید د طالبانو لپاره له«سیاسي دلالۍ» لاس واخلي.

دغه غورځنګ پر ملګرو ملتونو غږ کړی، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي سياسي دفتر (یوناما) دروازې وتړي او د طالبانو د سپینولو څخه دې لاس واخلي.

په خبرپاڼه کې راغلي، «طالبانو ته د ملګرو ملتونو د فرصت ورکول د افغان ولس د تېراېستنې لپاره یو شيطاني چل دی.»

په دې غورځنګ کې ښځېنه اعتراض کوونکي وايي، طالبانو په افغانستان کې د خپلې نږدې درې کلنې واکمنۍ په موده ثابته کړه چې نه بدلیدونکي دي.

دغه ښځې وايي چې د افغانستان په ليرې پرتو سیمو کې د طالبانو له خوا د «تبعیض، جبر او محرومیت» قرباني شوې دي.

دا غورځنګ  ټينګار کوي:«طالبانو په تېرو دریو کلونو کې وښودله چې دوی د بدلون وړ نه دي،،. خو ملګري ملتونه، د طالبانو په امر او د دوحې په غونډه کې د ښځو له انکار سره، هڅه کوي چې د [طالبانو لپاره] د ځای په پیدا کولو سره له نړیوالې ټولنې سره په تعامل کې مرسته وکړي.»

په خبرپاڼه کې پر قطر هم غږ شوی چې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.