افغانستان

ملګري ملتونه په دوحه کې د ښځو او بشري حقونو له فعالانو سره ناسته کوي

ملګري ملتونه او د دوحې په دریمه غونډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازي به د نن (سه شنبه د چنګاښ١٢) په قطر کې د افغان ښځو، د بشري حقونو له فعالانو او د مدني ټولنې له استازو سره وګوري.

دا ناسته د دوحې په ډیپلوماټیک کلپ هوټل کې جوړېږي.

په دوحه کې د آمو خبریاله وايي، ناسته به په نیم ساعت کې پیل شي.

د يادونې وړ ده، چې په دې ناسته کې به د ښځو یو شمېر استازي، د بشري حقونو فعالان او مدني ټولنې استازي په آنلاين بڼه ګډون وکړي.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو او د افغان او نړیوالو ښځو مخکښو شخصیتونو د دوحې د غونډې کې د ښځو د استازو، مدني ټولنې او په اجنډا کې د ښځو د حقونو د بحث نشتون له امله په د دې غونډې په ريمه ورځ  ناسته کې له  ګډون څخه ډډه وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب، د هېوادونو د استازو او د طالبانو د یوه پلاوي په ګډون دریمه غونډه پرون( دوشنبه د چنګاښ ١٢مه) په دوحه کې پای ته ورسېده.

ملګرو ملتونو مخکې ویلي وو چې د دوحې د دریمې غونډې کوربه روزميري ډي کارلو به د دوحې له اصلي غونډې وروسته د هېوادونو او سازمانونو استازي د ښځو، د بشري حقونو له فعالانو او د مدني ټولنې له استازو سره وګوري.