افغانستان ښځې

ایران مېشتو افغان اعتراض کوونکو مېرمنو د دوحې غونډه وغندله 

په ایران کې د افغان ښځو اعتراضي خوځښت په یوه خبرپاڼه کې د دوحې د غونډې «غندنه » وکړه.

اعتراض کوونکو مېرمنو پر نړیوالې ټولنې نیوکې کړي او ويلي يې دي: «پرون نړۍ د طالبانو د نیولو او زنداني کولو لپاره میلیونونه ډالر ورکول؛ خو نن دوی د طالبانو سره خبرې اترې او دوى د ځان اعلان شوي حکومت په رسمیت پېژندلو باندې عمل کوي.»

په ایران کې د ښځو اعتراضي خوځښت وايي، نړۍ نه غواړي چې د افغانستان د هغو میلیونونو خلکو غږ چې په لوړ غږ او ښکاره چیغې وهي چې د «ظلم او تبعیض» لاندې دي، واوري.

دا مېرمنې وايي: «موږ د خپلو اساسي حقونو لکه زده کړې، کار او ټولنیزو فعالیتونو او هر هغه څه کې ستونزې لرو چې د نړۍ په هیڅ ځای کې د اندیښنې وړ ندي، او موږ د دې حقونو لپاره ډېر سخت قيمت ادا کوو.»

د ښځو دغه اعتراضي خوځښت وايي، نړیواله ټولنه او ملګرو ملتونو غواړي داسې يوحکومت چې د خپلو مخالفینو غږ نه اوري، غلى کوي په رسمیت وپېژني.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دوحې غونډه «د افغانستان د مظلومو خلکو ملاتړ نه لري» او له همدې امله مشروعیت هم نه لري.

تر دې مخکې ښځو او د بشري حقونو سازمانونو او فعالانو د دوحې د غونډې په اجنډا  کې د بشري حقونو؛ په  ځانګړې توګه د ښځو د حقونه او د هغوی د استازو نشتون له امله  پراخ اعتراضونه کړي او ياده غونډه يې «غندلې» ده.

تازه،  په کاناډا کې مېشتو یو شمېر افغانانو چې د اعتراض په بڼه سره راټول شوي وو له نړۍ د دوحې د غونډې د «غندنې» غوښتنه وکړه.