نړۍ

روسي ساینس پوهانو د ۴۴ زره کاله پخواني لېوه پاتې شوني موندلي دي

روسي ساینس پوهانو د یوه لېوه پاتې شوني موندلي چې ۴۴ زره کاله لرغونتيا لري.

رویټرز راپور ورکړی چې دا لېوه د روسیې په شمال ختیځ کې په کنګل او واورې پوښل شوې سیمه «یاکوتیا»کې موندل شوی.

روسي ساینس پوهانو ویلي چې دا د لېوانو ځانګړى ډول او بې سارې موندنه ده.

د دغه راپور له مخې، د دغه لېوه د جسد پاتې شوني په ۲۰۲۱ کال کې د ځايي خلکو له خوا وموندل شول او اوس د ساینس پوهانو یوه ډله د هغې «جسد پېژندنه» او څېړنه کوي.

یو روسي ساینس پوه البرټ پروتوپوف ویلي چې دا مـوندنه په نړۍ کې بې سارې ده او د یو ځانګړي ډول لېوه پاتې شونې دي.

یاکوتیا د روسیې په شمال ختیځ کې په واورو پوښل شوې يوه پراخه سیمه ده.

رویټرز وايي دا سیمه د امریکا د تکزاس په اندازه ده؛ خو ۹۵ سلنه یې په یخ پوښل شوې ده.

په دې سیمه کې په ژمي کې د هوا تودوخه اندازه يې منفي ۶۰  سانتي درجو ته رسېږي.

ښاغلی پرتوپوف وايي چې په دې سیمه کې تر ډېره د بوټو خوړونکي حیوانات کنګل کېږي. خو دا د غوښې خوړونکو لېوه لومړنی جسد دی چې موندل شوی دی.

دغه روسى ساینس پوه د داسې ژويو د پاتې شونو موندل چې زرګونه کاله وړاندې يې ژوند کاوه د نړۍ د تودوخې له ټیټېدو سره تړلي بولي.

د دې روسي ساینس پوه په وینا، د موندل شوي لېوه بدن په خپل ډول کې ترټولو لوی دی، چې د زمري او اېږې څخه لږ کوچنی دی؛ خو وايي چې دا ډول لېوه ډېر فعال ښکاري دی.