نړۍ

د کډوالۍ نړیوال سازمان: په ټوله نړۍ کې په هرو دریو ثانیو کې یو کس بې ځایه کیږي

د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې په ټوله نړۍ کې په هرو درېو ثانیو کې یو کس د تاوتریخوالي، جګړو او ځورونو له امله له خپلو کورونو څخه بې ځایه کیږي.

نن د جون شلمه د کډوالو نړیواله ورځ ده.

دا ورځ په ټوله نړۍ کې د کډوالو د وضعیت په اړه د پوهاوي د زیاتوالي له امله کډوالو ته ځانګړې شوې ده.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان د شمېرو پر بنسټ اوس مهال په نړۍ کې له هرو ۱۱۴ کسانو څخه یو یې کډوال دی.

دغه سازمان احصایې وړاندې کړې چې په نړۍ کې ۴۰.۳ میلیونه بې ځایه شوي او ۲۲.۵ میلیونه کسان نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې په وینا د کډوالو تر ټولو مهم هېوادونه سوریه، افغانستان او سوډان دي.