افغانستان فرهنګ او هنر

دطالبانو ټينګار: دوشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ ده

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس ټولنيزه شبکه يو ځل بیا ټینګار کړی چې په افغانستان کې یکشنبه عرفه او دوشنبه (د غبرګولي ۲۸مه) د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

دا په داسې حال کې ده چې سعودي عربستان نن (شنبه د غبرګولي ۲۶ مه) د عرفې ورځ او سبا یکشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.

د طالبانو د سترې محکمې د اعلان پر بنسټ سبا یکشنبه (د غبرګولي ۲۷ مه) عرفه او د دوشنبې په ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

د طالبانو ویاند د دوی د سترې محکمې پر خبرپاڼې ټینګار کړى او ويلي يې دي، چې دا یو «شرعي حکم» دی.