روغتیا

په پکتيا کې يوه ښځه د کانګو ناروغۍ له امله مړه شوه

د پکتيا ولايت چارواکي وايي چې د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې د کانګو ناروغۍ له امله يوه ښځه مړه شوې ده.

د پکتیا د عامې روغتیا رئیس خیرالله منصور وايي، دغه ۲۵ کلنه مېرمن یوه اوونۍ وړاندې د کانګو په ناروغۍ اخته شوې وه.

هغه وايي، چې د دې مېرمنې د مړينې لامل روغتون ته د درملنې لپاره د هغې په لېږد کې ځنډ دى.

په همدې حال کې د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د روغتیا نړیوال سازمان پرون خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د کانګو ناروغانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان مسٶل محمد عمر مشعل په یوه ويډيوي پیغام کې له هېوادوالو غوښتي چې د غوښې، پسونو او نورو حیواناتو سره د تماس پر مهال د دستکشې، ماسک او چپنې څخه کار واخلي.

د هغه په ​​وينا، دغه ناروغي له څارويو څخه انسانانو ته لېږدول کېږي.

ښاغلی مشعل وايي، چې د دې ناروغۍ د نښې زیاته تبه، د سر درد او د عضلاتو درد، د ملا درد، د سترګو سوروالی، له رڼا وېره، د زړه بدوالی، د معدې درد، کانګې، بې خوبۍ او عصبي اضطراب یاد کړل.