ورزش

افغانستان په شل اوریز نړۍ وال جام کې د اتو غوره لوبډلو قطار ته لار پېدا کړه.

 د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پاپوا نیو ګیني په وړاندې له بریا وروسته د شل اوریزو کرکټ نړیوال جام دوهم پړاو ته لاره پیدا کړه.

  افغانستان یوګانډا،نیوزیلینډ او پاپونیوګیني ته په ماتې ورکولو سره د سي ګروپ ترمنځ ځای خپل کړ. 

 د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن (جمعه د غبرګولي په ۲۵مه) په براین لارا لوبغالي کې د پاپوا نیو ګیني پر وړاندې لوبه وکړه.

  افغانستان لومړی توپ اچونه وکړه او ويې کولای شول چې د پاپوا نیو ګیني ټول لوبغاړي د شلم اوور تر پایه وسوځوي.  

پي این جي لوبډلې افغان لوبډلې ته ۹۶هدف وټاکه چې افغان لوبډلې د دریو لوبغاړو په سوځېدو په شپاړسم اور کې پوره کړ.

 د توپ اچونې په برخه کې د افغانستان په ګټه فضل الحق فاروقي درې او نوین الحق دوه ویکټې واخیستې.