افغانستان ښځې

د زده کړو د مدافعینو شبکې د نجونو پر زده کړو د زرو ورځو بندیز وغانده

A schoolteacher in Kandahar province. File Photo

د طالبانو له خوا له شپږم ټولګي څخه  پورته دنجونو پر زده کړو د ۱۰۰۰ ورځني بندیز په مناسبت، د پوهنې مدافعينو شبکې په یوه خبرپاڼه کې دغه بندیز د افغان نجونو او ښځو لپاره «تور او ظالمانه دور»بللی دی.

په کاناډا کې د پوهنې د ملاتړ دغه سازمان ټینګار کړی چې افغانستان اوس په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې په سیستماتیک ډول زده کړو ته د لاسرسي له بنسټيز حق څخه بې برخې شوې دي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي: «طالبانو د څه دپاسه سلو سختدريځه فرمانونو له لارې په سیستماتیک ډول ډېری نجونې او ښځې ځپلې،محدودې او محرومې کړې دي او په عادي ټولنیز ژوند کې له ګډون څخه بې برخې کړي.»

دغه بنسټ ویلي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو او په افغاني ټولنه کې د ښځو د فعال حضور امکان لا هم څرګند نه دی.

د زده کړو د مدافعانو شبکې له زده کړې څخه د نجونو محروميت دوام ته په اشارې خبرداری ورکړی چې د افغانستان وضعیت ښايي د- اوسني نسل د له لاسه ورکولو له امله- هېڅکله هم په بشپړه توګه ښه نه شي.

د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي: «((په دې موده کې د (محدوديتونو)) ښځينه استادانو، د پوهنتونونو استادانو، هنرمندانو، ډاکټرانو، شاعرانو او انجنيرانو ته دا ناشونې شوې ده چې د خپلو مهارتونو له لارې له هېواد سره مرسته وکړي. دا زیان نه جبرانېدونکی دی.»

د زده کړو د مدافعینو شبکه خبرداری ورکوي چې په اوږد مهال کې به د پوهنې پر وړاندې د طالبانو تګلارې سختې ټولنیزې اغیزې ولري چې د افغانستان او سیمې د وګړو لپاره به دفقر، تاوتریخوالي، ناپوهۍ، بې سوادۍ او د بشري حقونو د ارزښت د کموالي او بشري جنایتونو د زیاتوالي لامل شي.