افغانستان ښځې

د بشري حقونو د څار سازمان د طالبانو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د «پرېکنده» اقدام غوښتنه وکړه

د افغانستان د مسئلې په اړه د دوحې د دریمې غونډې په څنډه کې، د بشري حقونو د څار سازمان له ملګرو ملتونو او امنیت شورا څخه وغوښتل چې د بشري حقونو په برخه کې دې له طالبانو سره پرېکنده چلند وکړي.

د بشري حقونو دغه نړیواله اداره وايي، د دوحې درېیمه غونډه یو فرصت دی چې وښيي په افغانستان کې بشري حقونه د «معاملې وسایل» نه دي.

په دې لیک کې ټینګار شوی چې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په میاشت کې په دوحه کې له وروستۍ غونډې راهیسې تر اوسه په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د طالبانو (سخت) چلند چې په نړۍ کې یې ساری نه لیدل کېږي، دومره زیات شوی چې د کارپوهان يې «جنسيتي تبعيض» بولي.

په دې لیک کې يادونه شوې چې د طالبانو له خوا پر ښځو لګول شوي بندیزونه نه یوازې کم شوي نه دي؛ بلکې لا ډیر شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، له ښځو سره د طالبانو د ناوړه چلند ډېرېدل دا پیغام ورکوي چې تر اوسه د دوی (طالبانو) پر ضد اقدامات اغېزمن نه دي.

د بشري حقونو د څار سازمان په لیک کې دا هم ویل شوي، چې دغه سازمان له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې له تعامله اندېښمن دی.

د دغه سازمان په لیک کې راغلي:« په دوحه کې راتلونکې غونډه د ملګرو ملتونو، امنیت شورا او نړیوالې ټولنې لپاره یوه حساسه شېبه ده؛ څو په ېوې مهمې موضوع همغږي رامنځته کړي؛ ځکه د افغان ښځو او نجونو حقونه د معاملې وړ نه دي.»

په دغه لیک کې دا هم ویل شوي، چې نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو د تروړل شویو حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره ښکاره غوښتنې وړاندې کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان همداراز ویلي، چې امکان لري د دوحې په درېیمه غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی معرفي شي.

خو دغه سازمان وايي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی باید د نړیوالې ټولنې «اصولي غږ» وي.