افغانستان ښځې

ملګري ملتونه: طالبانو د ښځو او نجونو ازادي «سخته» محدوده کړې ده

ملګري ملتونه وايي، طالبانو د لیکلي او لفظي حکمونو په صادرولو سره د ښځو او نجونو ازادي په «سخت ډول» محدوده کړې ده.

د ملګرو ملتونو په وېبپاڼه کې په یوه راپور کې د«افغانستان د جنسیتي تبعيض د پېژندلو» غوښتنې ته په اشارې سره ویل شوي چې «جنسیتي تبعیض» په ټوله نړۍ کې د میلیونونو ښځو او نجونو لپاره یو اصلي ګواښ دی.

په دغه راپور کې دا هم لیکل شوي: «اوس مهال په افغانستان کې پېژندل شوى حقوقي چوکاټ نشته او طالبانو د فرمانونو په صادرولو سره د ښځو ازادي سخته محدوده کړې ده.»

د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو دڅانګې وروستي راپور ته په اشارې ویلي چې د ملګرو ملتونو ښځې په افغانستان کې د بې عدالتيو د پای ته رسولو لپاره د «بېړني نړیوال اقدام» غوښتنه کوي.

په دې راپور کې همدارنګه راغلي: «طالبانو د اسلامي احکامو څخه  خپلځاني تفسیر پر بنسټ د ښځو د جامو اغوستل او په عامه ځایونو کې د هغوی شتون سخت محدود شوى دى.»

په دې راپور کې ملګرو ملتونو دا هم ويلي، چې د طالبانو له خوا صادر شوي حکمونو ښونيزو او مسلکي فرصتونو ته د ښځو لاسرسی محدود کړی او له عامه ځایونو څخه یې د هغوی (ښځو) غږونه لرې کړي دي.

دغه سازمان وايي چې دا تبعیض به د کم عمره ودونو د کچې زیاتوالی او بې وخته زيږون په ګډون د اوږدمهاله  او نه مخنيوي وړ پايلو لامل شي. 

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په خپله نوې څېړنه کې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغان ښځو او نجونو وضعیت د مقياس او نسلي اغیزو له نظره «بې ساري» وباله اوطالبانو لخوا د لګول شویو بندیزونو د پای ته رسولو لپاره یې د سمدستي نړیوال اقدام غوښتنه وکړه.