افغانستان

دخوړو نړيوال پروګرام: په افغانستان کې له ۳.۵ میلیونو څخه زیاتو خلکو نغدي مرستې ترلاسه کړي 

د خوړو نړيوال پروګرام وايي، د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې يې په افغانستان کې له بېځايه شويو کورنيو سره نغدي مرستې کړې دي.

دغه سازمان نن یکشنبه (د غبرګولي ۲۱ مه) پر اېکس شبکه زیاته کړې، چې په ټول افغانستان کې یې تر ۳،۵ میلیونو ډېرو هغو کسانو باندې چې بشري مرستو ته اړتیا لري نغدي مرستې وېشلې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، دا نغدي مرستې د کورنیو د خوړو او د دوی د پیرودلو ځواک او د سيمه ييز بازار د سوکالۍ سره مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو اعلان کړی چې سږ کال به په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.