افغانستان

اروپایي وګړي د اروپایي اتحادیې په پارلمانی ټاکنوکې رایه اچونه وکړه

د اروپايي ټولنې د پارلماني ټاکنو په وروستۍ ورځ، د یکشنبه د ۲۰ اروپايي هېوادونو وګړو رایه اچونه وکړه.

اروپايي وګړو په داسې حال کې په ټاکنو کې برخه اخیستې چې ۲۷ اروپايي هېوادونه پر اوکراین د روسیې د بریدونو دوام، د امریکا او چین ترمنځ د اقتصادي سیالۍ زیاتېدل، د اقلیم بدلون او کډوالۍ له ننګونو سره مخ دي.

د اروپايي ټولنې د پارلماني ټاکنو په وروستۍ ورځ په میلیونونو اروپايي وګړو رایې اچونې لپاره د ټاکنيزو مرکزونو ته لاړل.

د یکشنبې په ورځ په ټاکنو کې د جرمني، فرانسې، هسپانیې، بلجیم، ایټالیا، هنګري، یونان او پولنډ په ګډون د ۲۰ اروپايي هېوادونو وګړو او مشرانو برخه اخیستې وه.

دا ټاکنې به د اروپايي ټولنې، د ٤٥٠ ميليونه وګړو بلاک، د روسیې، د چین او متحده ایالاتو ترمنځ د صنعتي سیاليو زیاتوالي، د اقلیم بدلون او کډوالۍ په ګډون ننګونو ته د بڼې ورکولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

یو فرانسوي وګړي پاول ریچارډ وايي:«زه تل له هغو پریکړو سره همغږى نه یم چې اروپا یې کوي.زه په حقیقت کې د یوې بشپړې فدرالي اروپا پلوي نه یم، مګر زه بیا هم هیله لرم چې په ټولو اروپايي هیوادونو کې یوه موافقه وشي ترڅو اروپا یو واحد بلاک شي او ورته لاره تعقیب کړي.»

ایټالوی وګړى رافایل سکارامیلا وویل: «هیله لرم چې په اروپا کې ځینې ګرم سرونه یو څه ارام شي، موږ دلته یو بد خطر اخلو ځکه چې روسیه يې نشي بايللى. هغه څه يې وکړل چې باید نه یې وى کړى، یو داسې عمل چې په هره طریقه غندل کیږي مګر ناکامېږي نه. څه وکړو؟ آیا موږ به هغه ته اجازه ورکړو چې تڼۍ کېکاږي؟ نه! دا هغه خطر دی چې موږ یې اخلو.»

دا څلور ورځنۍ ټاکنې د پنجشنبې په ورځ پیل شوې او تمه ده چې د ټاکنو وروستۍ پایلې به د یکشنبې ورځ تر پايه اعلان شي.

د اروپا پارلمان ۷۰۵ څوکۍ لري او د اروپايي کمیسیون او اروپايي شورا ترڅنګ د اروپايي ټولنې له دریو مهمو سیاسي بنسټونو څخه یو دی.