ورزش

د بدن جوړونې ملي لوبغاړو د سوٸلي اسیا په څوارلسم پړاو سیالیو کې ۱۰ مډالونه وګټل

د افغانستان د بدن جوړونې ملي لوبډلې د سوٸلي اسیا د بدني ښکلا په څوارلسم پړاو کې ۱۰ مډالونه وګټل.

په دغو سیالیو کې چې په مالدیف کې ترسره شول، د هېواد ملي لوبډلې درې د سرو زرو، پنځه د سپینو زرو او دوه د برونزو مډالونه وګټل.

په دغو سیالیو کې افغانستان د ۳۷۰ نمرو په ترلاسه کولو سره د سوٸلي اسیا د اوو هېوادونو په منځ کې دریم مقام خپل کړ.