سویلي آسیا

په پاکستان کې د تېلو د ټانکر د چاودنې له امله یو تن مړشوی 

په پاکستان کې د تېلو په یوه ټانکر کې د اور لګېدنې له امله یو تن مړ شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د پولیسو په حواله راپور ورکړى، چې دا پېښه پرون (شنبه، د جون ۸ مه) د کراچۍ ښار په شیرین جناح سیمه کې رامنځته شوې ده.

د دغه هېواد پولیسو ویلي، چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې یو شمېر کارکوونکو په دې ګمان چې دا ټانکر له تېلو تش دى، اور بل کړ.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د ژغورنې او مرستې د څانګې مشر حسن خان ویلي، چې په دې پېښه کې د ذوالفقار محمد په نوم یو کارکوونکی مړ شوی او د یوې لاروۍ مېرمنې په ګډون پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

هغه زياته کړې، چې دا پېښه نڅاپي وه او د وژل شوي شخص کورنۍ تر اوسه د قانوني لارو چارو لپاره پوليسو ته مراجعه نه ده کړې.