نړۍ

روسیه وايي له اوکراین سره خبرو ته چمتو ده

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر میخایل ګالوزین وايي، مسکو له اوکراین سره خبرو ته چمتو دی.

دغه روسي ډيپلوماټ په سنټ پيټرزبورګ کې د اقتصادي کنفرانس په څنډه کې تأس خبري اژانس ته ويلي، چې هېواد يې غواړي له خبرو اترو مخکې پوه شي چې اوکراين د دا ډول خبرواترو مشروعيت لري.

ښاغلي ګالوزین وویل چې له اوکراین سره تر خبرو مخکې  لوېدیځ باید دغه هېواد ته د وسلو له ورکولو لاس واخلي.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر زیاته کړه چې د قانون له مخې د ولادیمیر زیلینسکي د کار موده د مى په ۲۱ پای ته رسېدلې ده.

د دغه روسي چارواکي په وینا اوکراین نه شي کولای په بېړني حالت کې ټاکنې ترسره کړي.

ښاغلي ګالوزین ټینګار وکړ چې د ولسمشر زیلینسکي واک د می میاشتې له ۲۱ نیټې څخه پای ته رسیدلی دی.

تر دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د زیلینسکي د کار د پای ته رسېدو او د ولسمشر په توګه د هغه د مشروعیت په اړه خبرې کړې وې.

د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري مدویديف تأس ته ويلي، چې زیلینسکي په واک کې د پاتې کیدو لپاره قانون مات کړى دى.

روسیه په داسې حال کې له اوکراین سره خبرو ته د چمتووالي خبره کوي چې سپینې ماڼۍ د وسلو یوه نوې بسته د اوکراين اختيار کې ورکړې ده.

د امریکا ولسمشر جوبایدن هم اوکراین ته ویلي چې کولای شي خپلې وسلې په محدوده توګه د روسیې پر ضد وکاروي.

په دې وروستیو کې مسکو لویدیځ ته د اټومي وسلو د کارولو په اړه خبرداری ورکړی دى.