نړۍ

د ناټو عمومي منشي: اوکراین ته د ځواکونو د استولو کوم پلان نه لرو

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، دغه سازمان اوکراین ته د سرتېرو د لېږلو هېڅ پلان نه لري.

سټولټنبرګ فنلنډ ته د خپل سفر په ترڅ کې د روسیې له اندېښنو په تړاو ويلي«موږ د ناټو د کوم غړي پر وړاندې نږدې واقع کېدونکى احتمالي پوځي ګواښ نه وینو.»

د فنلینډ د ډیلي راپور له مخې، د ناټو عمومي منشي زياته کړې: «موږ په دې تمرکز کوو چې څنګه  د اوکراین لپاره د یو بنسټیز چوکاټ سره د قوي ملاتړ چوکاټ رامینځته کړو او څنګه د اوږدمهاله مالي ژمنې په اړه هوکړه وکړو او ډاډ ترلاسه کړو چې موږ د اوکراين  سره ولاړ یو.»

هغه وايي چې په تېرو څو مياشتو کې له اوکراين سره د پوځي مرستو په برخه کې ځينې تشې او ځنډونې رامنځته شوي دي.

د ناټو سرمنشي زیاته کړه: «دا اړینه ده چې ډاډ ترلاسه شي چې دا پېښه بیا نه تکرارېږي او له همدې امله موږ اوس په ناټو کې کار کوو چې څنګه د اوکراین لپاره ماموریت رامینځته کړو.»

دا فنلنډ ته د سټولټنبرګ لومړی سفر دی.وروسته له دې چې اوکراين  د ۲۰۲۳ کال په اپریل کې له ناټو سره یوځای شو چې پر اوکراین یې د روسیې د برید له امله غړیتوب ترلاسه کړ.