افغانستان

پر یو ښوونځي د اسرائیلو په هوايي برید کې لسګونه کسان ووژل شول

د غزې په تړانګه کې پر یوه ښوونځي د اسرائیلي هوايي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۰ تنه وژل شوي دي.

دغو ماشومانو او ښځو د ملګرو ملتونو اړوند په یوه سیمه کې پناه اخیستې وه.

خو اسراييلو ادعا کړې چې په دې بريد کې يې د حماس جنګيالي په نښه کړي دي.

د حماس د رسنيز د دفتر مشر اسماعيل الثوابطه د اسرائيلو دا ادعا  چې ګواکې د غزې په مرکز کې د ملګرو ملتونو اړوند په دغه ښوونځي کې د حماس غړي پټ شوي وو، رد کړه.

هغه رویټرز ته وویل، «اشغالګر د هغه وحشیانه جنایتونو د توجیه کولو لپاره له جعلي کیسو کار اخلي چې د لسګونو بې ځایه شویو خلکو په وړاندې یې کړي دي.»

خو اسرائیلو ټینګار کړی چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره یې تر برید مخکې لازم تدابیر نیولي وو.