افغانستان ښځې

رینا امیري: د دوحې په دریمه ناسته کې د افغان ښځو د حقونو ملاتړ کوم

د افغانستان د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د دوحې په درېیمه غونډه کې به د بشري حقونو؛ په ځانګړې توګه د افغان ښځو د حقونو ملاتړ کوي.

مېرمن امیري پر اېکس لیکلي چې هغې د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو له مرستیالې رزمیري اېن ډی کارلو  کتلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې  د بشري حقونو د وضعیت په اړه د اندیښنو په زیاتیدو؛ په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو، د بشري حقونو بنسټونه او د ښځو د حقونو مدافعین په دوحه کې د راتلونکې غونډې په اړه شکمن دي.

د افغان ښځو د حقونو یو شمېر سازمانونو د دوحې درېیمه ناسته تر ترسره کېدو مخکې«تحريم او غندلې» ده.

په ورته وخت کې، رینا امیري پر اېکس د امریکا او افغانستان د اړیکو د دوويشتمې کلیزې په مناسبت لیکلي: «د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان میرمنو ملاتړ د افغان ځانګړو څېرو سره توافق خورا اړين کړى دی.»

ټاکل شوې چې د دوحې غونډه د جون په دېرشمه او د جولای په لومړۍ نېټه په قطر کې جوړه شي.

طالبانو تر اوسه په دې غونډه کې د ګډون د شرطونو په اړه خپله وروستۍ پرېکړه نه ده کړې