نړۍ

قزاقستان او امریکا پر ستراتیژیکو همکاریو خبرې وکړې

قزاقستان او امریکا په دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي، امنیتي او د بشري حقونو په همکاریو ټینګار وکړ.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي دي چې یوازې د می په ۳۱ مه د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر ایرکان رحمتولين او ورسره مل پلاوی واشنګټن ته تللی دی.

په دغه خبرپاڼه کې د دغه سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو په شپږمه کلنۍ سرمشریزه کې ګډون بلل شوی دی.

قزاقستان په داسې حال کې له امریکا سره پر ستراتیژیکو مسایلو خبرې کوي، چې دغه هېواد په دې وروستیو کې د ترهګرو ډلو له نوملړه طالبان ایستلي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له دې مخکې ویلي وو چې هېواد یې د ترهګرو ډلو له لېست څخه د طالبانو د ایستلو په لټه کې دی.

خو د امریکا د ملي امنیت شورا د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې دا چاره یو «ویروونکی پیغام» لري.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د سوٸلي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډونالډ لو د دغه هېواد له پلاوي سره کتلي دي.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دا ستراتیژیکې خبرې اترې د «همکارۍ لپاره د نویو فرصتونو د پیژندلو» په برخه کې ګټورې وې.